مخ پټو وسله والو ۱۳ مساپر شهيدان کړيدي

د لراوبر اداره | مارچ 24th, 2015


طالبان وايي نن سهار وختي د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ هفت آسیاب سیمه کې په لویه لاره نامعلومه مخ پټو کسانو د مسافرو په یوه بس موټر ډزې کړي چې له امله يې د لومړنیو معلوماتو په اساس ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف وايي چي په پېښه کي ددوی وسله وال لاس نلري، نوموړي د پېښي پړه پر استخباراتي ادارو ور واړوله.
د يادوني وړ ده چي شاوخوا يوه مياشت مخکي هم د کابل کندهار پر لويه لاره مخ پټو وسله والو ۳۲ کسه مساپر يرغمل کړي وو چي يو شمېر يې تر اوسه نادرکه دي.
پر دغو مخ پټو د داعيش د پلويانو ګمان کېږي چي بهرني سخت دريځي افراطيان هم ورسره ملګري دي.

Copyright Larawbar 2007-2024