د ١٥ اولسي وګړو د مرګ ژوبلي خبر ورکړل سو
عطاالله محمدي
نا معلومو وسله والو د کابل ـ غزني پر لویه لاره د یوې مېرمنې په ګډون ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په هفت اب سیاب سیمه کې وسله والو د ملکي وګړو پر موټرو ډزې کړي،چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي .
ټپیان،چې یوې د درملنې په موخه غزني ولایت او بل یې مرکز میدان ښار ته لیږدول شوي دي،روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دغه پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې وسله والو پر هغو ۳۰۳،مازده او هینو ډولو موټرو ډزې وکړې،چې له کابل څخه غزني ولایت ته روان وو.
په دغه پېښه کې د وژل سوي مېرمني نهه کلن زوی یواځینی کس دی،چې له پېښې ژوندی پاتې دی .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې،او قرباني سوو ته یې جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .
ده امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې،چې د یادې پېښې عاملین دې ژر تر ژره معلوم او د قانون منګولو ته دې وسپاري .