کور / تازه خبرونه / دهلمند په مارجې او ګریشک کې بېلابېلې پېښې شوي.

دهلمند په مارجې او ګریشک کې بېلابېلې پېښې شوي.

دهلمند په مارجې ولسوالۍ کې تیر ماښام وسلوالو طالبانو د ملي پولیسو په یوی پوستې برید کړی خو د هلمند ولایت د امنیتي چارواکو په وینا په ځوابي برید کې یې بېرته وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده د هلمند امنیه قومندان محمد حسین انډیوال رسنیو ته ویلي چې په مارجه کې یې له وسلوالو سره دوه ساعته جګړه کړی وسلوال طالبان یې وژلي ولې پولیسو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.
همدا ډول په یوې بلې جلا پیښه کې د هلمند ولایت د ګریشک په سیمه کې یوه ځانمرګي غوښتل دیوه قومي مشر عبدالقدوس په کور ځانمرګی برید وکړي خو د عبدالقدوس د ساتونکو له خوا ځانمرګی درول شوی ځانمرګي ځان الوزولی او په پایله کې یې ځان وژلی او د قومي مشر ساتونکی یې هم وژلی دی، قومي مشر عبدالقدوس چې له حکومت سره ښې اړېکې لري له پېښې روغ رمټ وتلی.