کور / تازه خبرونه / په کندهارولايت مقام کي د فرخندې فاتحه واخيستل سوه

په کندهارولايت مقام کي د فرخندې فاتحه واخيستل سوه

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخي په کندهار ولايت مقام کي نن د شهيدی فرخندې فاتحه واخيستل سوه.
د فاتحې په مراسمو کي د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال، يو شمېر رئيسانو او ملاامامانو ګډون کړی وو.
فرخنده څه موده وړاندي په کابل کي د يو شمېر کسانو له خوا د قرآن کريم د سوځولو په تور په ډېر وحشيانه او ظالمانه ډول په شهادت ورسېده. تر رسمي څېړنو وروسته په ډاګه سوه چي فرخنده نه يوازي بېګناه وه، بلکي د قرآن کريم حافظه هم وه. د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي په ولايت مقام کي نن سهار د شهيد فرخندې فاتحه واخيستل سوه او روح ته يې دعاګاني وسوې.
د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي د فرخندې وژنه يوه نهايت وحشي او ناوړه پېښه وه چي په تاريخ کي يې ساری نه ليدل کيږي. نوموړي زیاته کړه له ټولو رسمي اسنادو څخه په ډاګه سوه چي فرخنده کاملاً بېګناه وه او په هغې پسي د قرآن کريم د سوځوني تور بې بنسټه وو.
نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه چي د پيښي د څېړني او عاملينو د نيولو امر يې وکړ. ويسا د پيښي عاملينو ته سختي سزا غوښتنه وکړه او شهيد فرخندې ته يې د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندي کړل.