کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني ډګر جنرال محمدافضل لودین د دفاع وزارت ته کاندید کړ

ولسمشر غني ډګر جنرال محمدافضل لودین د دفاع وزارت ته کاندید کړ

د ولسمشرۍ له مقام څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ولسمشر محمداشرف غني د دفاع وزارت دپاره ډګر جنرال محمدافضل لودین د وزیر په حیث کاندید کړی دئ.

جنرال لودین په ۱۳۷۱ کال د ډاکټر نجیب الله د حکومت د سقوط پر مهال د ننګرهار ولایت د قول اردو قومندان وو.

د جنرال محمدافضل لودین په باب ویل کېږي چي پخوانی مسلکی جنرال دئ او تر دې دمخه یې پر لوړو ملکي او پوځي مقامونو باندي کار کړی دئ. جنرال لودین په دې وروستیو کي د افغانستان د ملي امنیت شورا پوځي سلاکار وو.

ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ پارلمان ته ۱۶ نوي وزیران معرفي کړل، خو د دفاع وزارت ته یې څوک نه وو نومولی.
تر دې دمخه د جنوري په میاشت کي د دفاع وزارت ته جنرال شیرمحمد کریمي نومول سوی وو، خو له پارلمان څخه یې کافي رایې ترلاسه نکړې.

بلي خوا ته ټاکل سوې ده چي ولسي جرګه سر له سبا څخه د ۱۶ کاندیدو وزیرانو له منځه د هغو کاندیدانو پلانونه واوري چي ولسي جرګې یې تحصیلي اسناد څېړلي دي.