پارلمان ته پکار ده چي ټولو وزيرانو ته د باور رايه ورکړي
بدبخته هېواد ورته ووايو که په دې هېواد کې ميشتو خلکو ته بدبخته ووايو، د نړۍ په کچه به زما په فکر بل داسې هېواد نه وي چې خلک يې دومره ځپل سوي، وژل سوي او لوبې پرې سوي وي.
د ملي يووالي حکومت مشرانو مو داسې سياسي لوبه پيل کړې ده چې د هيچا سر پرې نه خلاصيږي، د اونۍ په پيل کې يو د نړۍ په دې سر کې وي او په پای کې يې بل بيا په بل سر کې وي.
هغه هېلې او اميدونه چې خلکو لرل هغه خو خاورې سول خو لويه ستونزه دا راپيدا سوه چې په ټول هېواد کې مو قتل عام پيل سو، چاودنې پيل سوې، له ختيځ تر لويديځه او سوېل ختيځه پښتانه پر وينو ولړل سول.
د ولسمشر له لوړې دا دی نيم کال په تېرېدو دی ډېر د شرم ځای دی چې تر اوسه کابينه ونه ټاکل سوه، نړۍ دومره خندا راباندې وکړه چې تر اوسه به په بل دولت کې نه سوي وي او نه به وسي.
د هېواد حالت ورځ تر بلې نازک کيږي، امنيت مو تر ټولو جدي ستونزه ده چې ګڼ شمېر خلک پکې قرباني سول، د يوې سيمې د ميندو او خويندو اوښکې لا وچې نه وي چې بله سيمه په وينو رنګ سي.
په ټول هېواد کې مو بېکاري دومره ډېره سوې ده چې په دې وروستيو کې ځوانانو په غلاو او نورو ناوړه کړنو لاس پورې کړی دی، دوی مجبوره دي، ځکه بل کار نسته، په هلمند کې يوازې په دا يوه مياشت کې ما د غلا څو پېښې وليدې چې په لوی لاس په رڼا ورځ وسله وال غله درباندې راووځي او توپانچه دې پر سر کښېږدي، له چا يې موټران واخيستل او له چا يې موټرسېکلان او نغدې پيسې او څوک يې وتښتول.
د هېواد حالت مو دغه شان دي، ټول يې پر خپلو سترګو وينو، اړتيا نسته چې رڼا پرې واچوو، اصلي خبرې ته راځم.
د ملي يووالي حکومت له اوږدو خبرو اترو وروسته ولسي جرګې ته کابينه وروپېژندله چې ډېرو لږو يې د باور رايه واخيسته او نور د باور رايې په نه اخيستلو بېرته لغوه سول.
تر هغه وروسته بيا پارلمان ژمنۍ رخصتي وکړه خو بيا هم د ولسمشر او اجرايه مشر ترمنځ د کابينې د پاتې غړو په نومولو کې ډېر وخت تېر سو، او دغه ځنډ مو هېواد هغه حالت کې ښکېل کړ چې مخکې مو يادونه وکړه، خو بيا هم د ملي يووالي حکومت په دې وتوانېده چې په ډېرې خوارۍ او ډېرو تا ويلو او مايلو سره د کابينې پاتې غړي دوه ورځې مخکې ولسي جرګې ته ور وپېژني.
اوس پارلمان ته پکار ده چې دغه پاتې نوماندانو ته دې د باور رايه ورکړي، که د کوم نوماند وزير بګراونډ ډېر خراب نه وي نو په اوسنيو حالاتو کې چې په ټول هېواد کې يو سرپرست او له فساد ډک حکومت وزرې غوړولي دي، د پخواني ولسمشر استازي (واليان) په ولايتونو کې تر څټه پورې په فساد کې ډوب دي، يو لوی ظلم او چور شروع دی، اقتصاد مو ورځ تر بلې خرابيږي، وژنې عامې سوې، غلاوې ډېرې سوې، عام ولس مو هره ورځ په وينو لړل کيږي او بالاخره ملي ګټو ته مو هم له لوی ګواښ سره مخ دي.
دغه حالاتو ته په کتو سره د ولسي جرګې غړي چې د دې ملت رښتيني استازي دي بايد د خپلې خاورې او خپل ولس په خاطر، ددې فاسدې ادارې د ړنګولو په خاطر چې واليان، مرستيال واليان او نور رئيسان پکې شامل دي او په ټوله کې د هېواد روان کړکيچ او نازک حالت ته په کتو سره بايد د کابينې پاتې نوماندانو ته رايه ورکړل سي، ترڅو د ملي يووالي حکومت پر ولايتونو غور وکړي، نوي واليان او استازي ورته وټاکي او د دغه روان ناورين کچه مو راټيټه سي.
د ملي يووالي حکومت ته پکار ده چې په ټول هېواد کې په ادارو کې چټک بدلون رامنځته کړي، د واليانو له فساد او ظلمونو خلک تر پزې راغلي دي، موږ او تاسې وينو د هېواد په لر او بر کې د سرپرستانو پر ضد خلکو لاريونونه پيل کړي دي، نور نه غواړي د پخوانۍ فاسدې ادارې د چارواکو فساد او ظلم وزغمي، بايد ټول هېواد کې هر ولايت ته نوې څېرې، نوي استازي، د نويو فکرونو او نويو پرمختګونو سره ورسي او هېواد کې مو امنيت، پرمختګ او سوله راسي.
پای