ګمرک رياست د کال د اولي ربعي د عوايدو هدف پوره کړ
عطاالله محمدي
له ماليې وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهار سرپرست والي ته وويل د دغه ولايت ګمرک د کال د لومړۍ ربعي د عوایدو هدف پوره کړی دی.
په غونډه کي چي نن سهار په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د دفتر رئيس عزيزاحمد خالد، په ماليه وزارت کي د عمومي ګمرکاتو رئيس ډاکتر نجيب الله وردک، د ګمرکاتو د تخنيکي چارو مسوول ګل پاچا پاچا او د کندهار ګمرک رئيس سيد جمال ګډون کړی وو.
د عمومي ګمرکاتو رئيس ډاکتر نجيب الله وردک د کندهار سرپرست والي ته د خپل سفر ټول جزئيات وړاندي کړل او ويې ويل دغه ولايت ته په دې موخه راغلي تر څو د ګمرک د تېر کال عوايد ارزيابي کړي. هغه زیاته کړه د کندهار ګمرک رياست د کال د لومړۍ ربعي د عوايدو هدف چي د ماليې وزارت له خوا ورته ټاکل کيږي، پوره کړ. نوموړي وويل ګمرک رياست د پخوا په پرتله ډېر مجهز سوی، ځکه يې نو په عوایدو کي مثبت تغير تر سترګو کيږي.
ښاغلي وردک وويل د خپل سفر په اوږدو کي يې د کابل-کندهار او کندهار-بولدک له ټرانزيټي لارو څخه ليدنه کړې او د ټرانزيټ ترازوګان يې له نژدې کتلي دي. نوموړی وايي د عوايدو د ډېرښت بل مهم لامل دا دی چي د ټرانزيټي سامان الاتو ترازوګان معياري سوي او په دقيق ډول ماليه اخيستل کيږي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی له راتګ څخه مننه وکړه او ويې ويل چي د ګمرک رياست د هدف پوره کېدل لويه لاسته راوړنه ده. ښاغلي ويسا د ګمرک رياست د عوايدو پر شفافيت ټينګار وکړ او ويې ويل ځيني کسان د برېښنا توليدوونکي سامان الات په قاچاقي ډول راواردوي، خو که د دا ډول سامان الاتو محصولات کم کړل سي، نو د غيرقانوني ورود مخه به هم ونيول سي او د برېښنا توليدوونکي سامان الات به خلکو ته هم اقتصادي تماميږي.