کور / تازه خبرونه / د برېښنایي پایو د درولو په چارو کي دي د ګړنديتوب لارښوونه وشوه

د برېښنایي پایو د درولو په چارو کي دي د ګړنديتوب لارښوونه وشوه

د KC په نوم یوه هندي کمپنۍ د کابل ـ غزني پر لویه لاره د تاجکستان برېښنا د مزو غځولو چارې پر غاړه لري،چې د تړون له مخې باید د راتلوونکو دوو کلونو په ترڅ کې یې کارونه بشپړ شي.
د دغه پایو له درولو وروسته به د برېښنا په فعالیدو سره میدان وردګو ولایت ته هم ۱۶ میګاواټه برېښنا ورکړل شي،چې له امله یې به شاوخوا ۱۶ زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمني شي .
د یادې برېښنا په راتګ سره به د میدان وردګو ولایت د برېښنا ظرفیت له ۶ میګاواټه څخه ۲۲ میګاواټه ته هم لوړ شي .
د دغه چارو د ګړندیتوب په موخه د میدان وردګو سرپرست والي د یادې هندي کمپنۍ له مسؤلینو سره،چې د دې ولایت د برېښنا رئیس یې ملیتا کوله لیده کاته وکړل.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل هر څومره چې ژر کیږي،باید په دغه لویه لاره د برېښنا پایې د درولو چارې په ښه توګه ترسره شي .
ده د یادې کمپنۍ مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې په هره برخه کې دوی د ولایت مقام او نورو برخو کې په دغه ولایت کې مرستې ته اړتیا ولري،دوی ورسره همکاری دی .
د KC هندي کمپنۍ مسؤلینو د خبلو خبرو په ترڅ کې وویل دوی به د میدان وردګو په ولایت کې شاوخوا ۶ سوه پایې ودروي،چې د دغه چارې د ترسره کولو لپاره یې لومړني کارونه بشپړ کړي .
دوی ژمنه وکړه،چې د چارو د چټکتیا به موخه به ګوټلې ګامونه پورته کړي .