کور / تازه خبرونه / ویسا: د بې ځوابه پوښتنو بهیرترکومه؟

ویسا: د بې ځوابه پوښتنو بهیرترکومه؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورومسایلو ترڅنګ خپل مطالب ترډیره په بدخشان کې د ملي اردو ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبلې او د سولې په اړه روانو هڅو ته ځانګړي کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په بدخشان کې دې د ملي پوځ د ګڼ وژنې پوښتنه وشي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ملي اردو د زیاتې مرګ ژوبلې لپاره بېلابېل دلایل ویل کیږي، څوک وایي د موټرو تیل یې نه وو چې له دې سیمې ووځي، څوک وایي د کنډک قومندان یې غفلت کړی او څوک وایي چې دوی په چل کې ګیر شوي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي امنیتي مسولین تل وایي چې ځواکونه یې د حملو د شنډولو وس لري خو زیاته کړې ده چې اوس باید ولس ته ځواب ورکړي چې ولې په بدخشان کې داسې خونړۍ پیښه وشوه؟

جامعه باز ورځپانې هم دې موضوع ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د ملي اردو د وژل شوو سرتیرو زړه بوږنونکو تصویرونو ټول ولس ته ټکان ورکړ.

په مطلب کې راغلي چې اوس له ټولو افغانانو سره دا پوښتنه پيدا شوې چې هېواد یې په کومه خوا روان دی؟

د سرمقالې لیکوال ویلي، د کورنیو چارود وزیردا خبرې چې شل ولایتونه د لوړو او منځنۍ کچې امنیتي ګواښونو سره مخ دي او د لوی درستیز دا خبرې چې یوازې څلورجنګي الوتکې لري، خلک حیران کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې د بې ځوابه پوښتنو بهیرترکومه؟

په سرمقاله کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو او کورني امنیت په کمیسیونونو کې د امنیتي مسولینو استجواب ته اشاره شوې او په کې ویل شوي چې امنیتي مسولین اوسنیو اندیښنو ته ځواب نه شي ویلی.

د سرمقالې لیکوال ویلي اوس باید حکومت له پاکستان سره د یوطرفه امتیازله معاملې مخ واړوي او هم له امریکا سره امنیتي تړون ته یو تعریف ومومي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې په اړه ترکله هیلې؟

په مطلب کې راغلي چې افغان حکومت له څوکلونو راهیسې د سولې د راوستو هڅه کوي خو تراوسه دغه سپینه کوتره په لاس نه ده ورغلې.

په سرمقاله کې راغلي چې د سولې د نه راوستو علت دا دی چې د نظام دننه د بهرنیو هېوادونو لاسپوڅي موجود دي او هغوی دداسې هڅو د بریالیتوب مخه نیسي.