تخار کي دیوي کورنۍ ۱۵ غړي مسموم سوي

عطاالله محمدي | اپریل 26th, 2015


د تخار چارواکي وايي چې په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ د خوړو په دیک کې مخدره توکي مخلوط سوي چې د خوړلو له امله يې ددې کورنۍ ۱۵غړي مسموم سوي دي.
چارواکي وايي تراوسه څرګنده نه ده چې دا د چا کار دى.
د تخار ولايت وياند سنت الله تېمور وويل چې دا پېښه تېره شپه د ينګي قلعه ولسوالۍ په جلګه سيمه کې سوې ده.
تېمور وايي ددې کورنۍ غړي چې ښځې او کوچنیان هم په کښې دي تېره شپه شاوخوا لس بجې مسموم سوي او ناروغان نن سهار د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول سوي دي.
د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي وويل چې ددې کورنۍ د خوړو په دیک کې چرس مخلوط سوي وو.
ساپي وويل چې د غذايي موادو خوړلو ددې کورنۍ ١٥ غړي مسمول کړي دي. خو هغه وويل چې د ناروغانو وضعيت د ډاډ وړ دى.

Copyright Larawbar 2007-2024