" /> " /> " /> " /> کرزى صاحب اوس به څه کېږي !؟  – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزى صاحب اوس به څه کېږي !؟  تبصرې

کرزى صاحب اوس به څه کېږي !؟  تبصرې

منتخب ولسمشر صاحب !


خبر شوې ، که دکوم مصلحت له مخې دا خبر هم درنه چا پټ کړ ؟


 پرون د پاکستان له خاورې په خوست توغندي و اورېدل ، په دغه بريد کې د يوې کورنۍ درې تنکي  ماشومان شهيدان شول .
هغوى ته خپلې بېوزلې کورنۍ په څه خوارۍ خواړه چمتو کړي وو ، خو لا يې وږې ګېډې مړې شوې نه وې چې توغندى  پرې ولګېد او وږي تږي روان شول .
 کرزى صاحب !  دا د يوه تريخ واقعيت په توګه ومنه .
 تاسو او ستاسو د حکومت ځينې چارواکي په احساساتو چلېږي ، له خپل وس نه لوړې خبرې کوي خو ددغو خبرو په تاو کې   ؛ يواځې  بې دفاع ولس سوځي .
 کرزي صاحب ! په ياد مو دي  ؟  يواځې يوه اونۍ وړاندې تاسو د ارګ په ماڼۍ کې چې وسلوال  ساتونکي درنه چاپېر ولاړ وو ، يو جرئت وکړ .
 پاکستان مو  وګواښه او په ښکاره مو  وويل چې حق لرئ  په هغه ملک کې ترهګر په نښه کړئ !
 شايد دغه ګواښ دې د احساساتو له مخې و او يادې موخه د خلکو په مرورو زړونو کې ځان ته ځاى پيداکول و  او يا هم شايد … !
 ستاسو دغه خبرې ډېرې  نوې نه وې ، ځکه تاسو مخکې هم يوه ورځ د ولس په استازيتوب ويلي و : (  چون به ميدان امدى ميدانى ام )
خونه ميدان ته ولاړو  او نه مو  ( افغاني غيرت )  نندارې ته وړاندې کړ .
خو دا زموږ او ستا  ستونزه نه ده ، ځکه اوس پخوانى وخت نه دى ، د جګړې لپاره يواځې احساسات کافي نه دي ، امکانات هم غواړي .
 خو زموږ  جهادي مشرانو زموږ امکانات چې له سره پوځ څخه سرښندونکو  مجاهدينو د سرونو په قيمت ترلاسه کړي وو ، د ګاونډيانو،  په ځانګړې توګه د پاکستان په لاس کې ورکړل او په خپله مو خپل دښمن لاپسې پياوړى کړ .
اوس هم ولس ستاسو په حکومت کې  د اداري فساد د ښامارانو له لاسه خپل امکانات له لاسه ورکوي  .
 کرزى صاحب !
که رښتيا هم دې په ملت زړه سوځي او د دغه ولس رايو ته چې تاسو يې د ولسمشرۍ تر څوکۍ ورسولئ ، درناوى لرې پرې ورحمېږه  .


 ستا ولس کې ساه نشته ، ګرځنده  جسدونه دي ، خو لايې هم ښاماران وچو هډوکو ته غاښونه چيچي  .
 کرزى صاحب !
 موږ پوهېږو ، د هيچا د مقابلې وس نه لرو ، حتې د ژوند د تېرولو وس مو هم بايللى .
وامو نه ورېدل ؟  يواځې سږ کال څوميندو خپل تنکي بچيان د ولږې له امله وپلورل ، تر دې زيات فقر شته ؟
 ولسمشر صاحب !
 ستا د احساساتي خبرو ځواب ، پاکستان په توغنديو ورکړ خو زموږ په زړونو کې يواځې د کسات لنبې تاويږي او را تاويږي .


موږ بې وسه يوو ، پرموږ هرڅوک د خپل  غضب لنبې سړوي  ، بهرنيان مو له الوتکو ولي ، پاکستانيان مو په توغنديو ولي ، ايرانيان مو له څو منزله تعميرونه ستړي مزدوران را ګوزاروي ، څوک مو سرونه پرې کوي  او …
جناب کرزى صاحب !
 د رعيت د يوه استازي په توګه ، مې  دا يوه خبره واوره !
 موږ په جګړه کې پيدا شوو ، په جګړه کې لوى شوو او دادى په جګړه کې وژل کېږو .
موږ د ځان لپاره هيڅ نه غواړو ، په موږ وخت تېر دى شايد منځنى عمر هم پوره نه کړو .
 خو راتلونکى نسل باندې زړه سوى په کار دى ، بهترين جهاد او زړه خوږ والى به همداوي چې له ادارو د فساد جرړې وويستل شي ، ځکه  تر څو دا فساد روان وي ، دغه خوار ولس به د څو کسانو د هوسونو قرباني وي .
هميشه به دومره خوار او بې وسه وي چې ګاونډيان به يې د تشو خبرو ځوابونه په توغنديو ورکوي او دوى به يواځې د خپلو اولادونو ټوټه _ ټوټه جسدونو ته اوښکې تويوي .


 محمد نعمان دوست ، کابل ، د چنګاښ دوهمه


 Numandost75@yahoo.com

تبصره نسته

  1. ګران اوقدرمن دوست صيب : ښه ژوند درته غواړم په قلم دې بركت شه په رښتياچې ښكلې ليكنه دې كړې ستاټولې ليكنې زه لولم خوداوروستۍ يې ترهغه نوروډيره ښكلې وه هيله ده چې راتلونكې يې نورې هم ښكلې وي .
    په مينه
    عمرخيل

  2. From the began we are compiled on war by name of Allah & Rasool S.A.W But it is far better now i have to state you how we can protect our young generation from this type of Situation to bring the circumstances on normal sate
    Suggestion : to void our self from out sider words which they say.
    To take education
    to make Environment of peace and education.
    to forget enimity and make emity among them.
    To keep childrens away from war & Wepons .
    To amke a brotherhold in society

  3. ګرانه وروره دوست صاحب!
    سلامونه مې ومنه ستاسو لیکنې تل په ډېر شوق لولم په قلم مو لا ډېربرکت شه خو که رښتیا راباندې وایې کرزی په دې ولله که ارزي چې څه پرې ولیکو داځکه چې، هغه ولسمشر نه بلکې د یونوکال کمپنۍ یو مړسترګی دلال دی چې، په دا ۷ اوو کلونو کې یې د مظلوم پښتون قام بنیاد وېست، د تاریخ په اوږدو کې له پښتنو سره دومره جفا بل چا نه وه کړې لکه کرزي د ده له لاسه نن پښتانه په څومره کړاو کې ژوند کوي؟ او د دې سرلوړي قام په اوږو یې څه ډول نا اهله اومنحوث کسان نه تنها ورسپاره کړل بلکې ورځ په ورځ یې پسې تقویه هم کړل ضیا مسعود خو ځکه د نسوار اهمیت لا نه ورکوي پوهیږي چې، دا صرف یو دلال او دجمعیت ګوډاګی دی اوبس .

  4. د سترګو تور ، دوست صاحب !
    ستاسو لوړ او سپېڅلی افغاني احساس به اوس هر چاته معلوم وي ، ستاسو دردمنو ليکنو ته به هر با احساسه افغان اوښکي توئي کړې وي . د لراوبر له مرکز او نورو با احساسه وروڼو غواړم چې دا ډول ليکنې ولسمشر ته ورسوي . ولسمشر د خپلو غوړه مالو مشاوير وزيرانو په پوښ کي پټ ساتل سوئ او له داسي ناخوالو په اساني نه خبريږې .
    خدای دې زموږ په خاوره کې تاسو غوندې خواخوږي او د ولس غږ پورته کوونکي زيات او پياوړي کړي .