مستندفلم: دافغانستان جګړې نړۍ ته تغير ورکړ
خپروونکي: د”ارته” تلويزون؛ دالمان او فرانسي مشترکه تلويزوني خپرونه
دخپريدو نيټه:١٢.١١.٢٠١٤
ژباړن: ډاکتر ارمان صافي
هغه چا چي دخارجي ژبي نه ژباړه کړي؛ هغه پوهيږي چي تحت الفظي ژباړه ناممکنه دي او محصله به يي يو بي معني شي شي. مادلته کوښښ کړي چي دغه مستند فلم په پوره امانت داري سره ژباړه کړم.دافلم نوري برخي هم لري چي په اينده کي به يي ژباړه کړم. ډيرو مغرضو ؛توراو سرو عناصرو په حفيظ الله امين رنګارنګ ټاپي لګولي او ځينو ناپوهه او نا خبره وګړي د دغو دروغو تبليغاتو لاندي راغلي وه . خوا په مرور دزمان حقيقت څرګند شو او تاريخ خپله اصلي څيره افغانانو ته ښکاره کړه. هغه ټول بي بنسټه او بي بنياده تورونه چي حفيظ الله امين پسي کيدل په دغه مستند فلم کي په کلي ډول رديږي. نور قضاوت به ګرانو وطنوالو ته پريږدم.
کله چي حفيظ الله امين ولس مشر شو له همدغي شيبي نه شوروريانو له ځانه سوال کوه؛ چي دغه حفيظ الله امين په ريښتيا څوک دي؟په پاکستان کي دسي آي اي دمشر بيرډن مرکه: (( دانو دغميزي او تراژدي يوه برخه وه چي په مسکو کي پيښه شوه. کي جي بي د ټولو هغو شيانو يو خيالي( ددروغو لست وړاندي کړ کوم چي امريکايانو په افغانستا کي عملي کړي. پدي لست کي سر بيره پدي ذکر شوي وه چي حفيظ الله امين د امريکايانو جاسوس دي اوامريکايان پلان لري نژدي واټن ويشتونکي راکټونه ( مقصد داتومي راکټونه دي)افغانستا ن ته انتقال او ځاي پر ځاي کړي. په هغه وخت او زمان کي په واشنګټن او دامريکا په حکومت کي هيچا دافغانستان سره خاصه علاقه نلرله)).
د جورج واشنګټن په پو هنتون کي دملي امنيت متخصصه سويتلانا مصاحبه:(( اندکترين او جزي ترين ثبوت ددي لپاره نشته چي امين به ريښتيا د سي آي اي سره په ارتبا ط کي وه . ليکن موږ پوهيږو او خبر و چي امين کوښښ کوه چي دواړه طرفه ( شوروي او امريکا) ديو بل پرضداستعمال کړي؛ څکه چي هغه درک کړي وه چي دهغه موقف فوقالعاده خطرناک او غير مطمين وه)).
امين دامريکايانو؛ دچنايانو اجنټ وه او که يو ازاد الکترون وه( ازاد او خپلواک شخص وه)؟ په مسکو کي د کي جي بي په مرکز کي ( په حفيظ الله امين)بد ګماني کيدله.دکي جي بي اجنټانو دکابل نه ورځ په ورځ دوضيعت او حلاتو بد تري راپورورکوه . دکي جي بي مشر اندروپوف برژنف ته فوق العاده نا راحت کوونکي او اندښمن معلومات وړاندي کړل. سويتلانا دخپلي مصا حبي په ادامه کي وايي:((. دبرژنف لپاره د اندروپوف يوه دياداشت دوسيه دخاص اهميت وړ وه؛ ځکه چي په دوسيه کي دبيړه عمل بيان کيده. موږ مجبور يو سمدستي ( په افغانستان کي)عمل وکړو؛ مخکي لدي چي دامين حکومت امريکايانو ته مراجعه وکړي)) ناتاليا د پخواني شوروي ژورناليسته وايي:((.په ١٩٧٩ کال کي دبرژنف صحي وضع تر دي اندازي خرابه وه؛ چي هغه نورسياسي تصاميم نه شواي نيولاي.برژنف حداعظم د ١٥ دقيقي توان لره چي هم ارتباطه خبري وکړي. معينو او مشخصو تصاميمو البته د برژنف امضا لرله؛ ځکه چي هغه تنها ددي توا لره چي امضا وکړي)).د شوروي اتحاد دکمونست ګوند د عمومي منشي په حيث دحکومت سروال هم وه او په همدي خاظر په مهمو تصاميمو کي عالي ترين مقام وه؛ بلخصوص کوم هغه څه چي دخارجي سياست پوري تړاو لره. په ١٢.١٢.١٩٧٩ دسياسي بيرولوړپوړو غړو ملاقات او جلسه وکړه او دنه کنترول کيدونکي افغاني ريس جمهور دنابودي پريکړه يي وکړه. په دغه زمان کي ګورباچوف دسياسي بيرو ازمايشي غړي وه. په همدي خاطر په مهمو فيصلو کي يي برخه نه لره. ګورباچوف وايي:((: پريکړه په په سياسي دفتر کي نه؛ بلکه ديو وړوکي ګروپ لخوا په سياسي بيروکي ونيول شوه يعني داعتماد وړ غړو( زاړه ياران). دلته بايد حقيقت ووايو)). دسياسي بيرو اعتمادي غړي عبارت و ددفاع وزير اوستنوف؛ دخارجه وزير ګروميکو او دکي جي بي مشر اندروپوف. .دغه دري کسانو په يوازي پريکړه وکړه چي سري لښکري دماجرا او بد بختي نه ډک تقدير ته وليږي( افغانستان ته). شوروي اتحاد او امريکا دلسو کلو راهيسي په اصطلاح درفع تشنج لپاره زيارباسته؟ برژنف ددغه رفع تشنجج سياست دپاره ډير کوښښ کوه او دشوروي اتحاد سياسي بيرو پوهيده چي اندکترينه نظامي مداخله دغه نازکه تعادل له منځه وړي. دادري نفره( اندروپوف؛ اوستنوف او ګروميکو) پدي موفق شوه چي دسياسي بيرو نور غړي دخپل پلان( په افغانستان نظامي تجاوز) نه راضي کړي . دي غوښتل دامين پر ضد يو دولتي کودتاه سازماندهي او عسکري قظعات افغانستان ته وليږي؛ چي دنوي واکمنانو ( يعني دکارمل دپوشالي حکومت)ملاتړ وکړي. دا دنظامي مداخلي پريکړه په افغانستان کي دي: په يو پراګنده ؛ساده او لاس ليکل شوي ورقه کي؛ چي ديو داسي سند لپاره بيخي غير معمولي دي. جمله بندي يا عبارت يي سر سري دي او دي دري نفرو ته صلاحيت ورکوي چي په افغانستان کي دنظم ددوباره اعادي لپاره ضروري تدابير ونيسي.. د”افغانستان” نوم په دغه سند کي په هيڅ ځاي کي نه ښکاره کيږي. دهيواد” افغانستان” نوم په مخفف ډول دانګليسي په اول حروف ياديږي. دغه د١٢.١٢١٩٧٩ سند يعني په افغانستان دنظامي تجاوز سند دنورو سياسي بيرو غړو لخوا په ٢٦.١٢.١٩٧٩ متقابل امضا شوي. تنها صدراعظم کوسيګين دنظامي تجاوز سره موافقه ونکړه. اوس نو دولتي کودتا دامين دنابودي لپاره پيل کيداي شي. دمسلمان کنډک قومندان جنرال والري په قول:((:په ټول ديسمبر کي مي دخپ مسلمان کندک سره دامين دقصر ( دارالامان)په خوا کي اقامت اختيار کړ. موږ دافغاني اردو لباس اخوستي وه.رسمي دنده مو په لاندي ډول وه: موږ د افغاني جمهوري ګارد ديو کنډک حيثيت لره چي د قصر يعني ددارلامان قصر؛ دافغاني حکومت او په خپله د حفيظ الله امين ساتنه وکړو. زموږ اساسي دنده په دي کي وه چي قصر ته دانقلاب ضد عناصرو دننوتومخننيوي وکړو. دوي يعني افغاني لور دپاڅون او انقلاب نه په ويره کي وه. ليکن بلاخره خرګنده شوه چي ريښتيا زموږ اساسي دنده په څه کي وه يعني دافغاني حکومت له منځه وړل او نابودي وه. په اول کي کوښښ وشو چي حفيظ الله امين دزهرو په واسظه په قتل ورسوي. ددغه هدف لپاره يو اشپز په قاچاقي ډول قصر ته ننه ايستل شوه کوم چي زموږ لپاره هيڅ مشکل نه وه؛ ځکه چي شورويانو؛ شوروي د يپلوماتانو او ډاکترانو د لا محدوده اعتبار او اعتمادنه برخورداره وه. ليکن بيا يو نه اټکل کيدونکي پيښه وشوه. په هغه وخت کي په افغانستان کي کوکاکولا ډيره مشهوره وه او دخلکو ډيره خوښيده؛ داهغه څه وه چي په شوروي اتحادکي نه وه. کوکاکو لادزهرو تاثيرات دمنځه يووړ يعني زهر يي خنثي کړي وه. که څه هم په زهرو ککړشوي کوکاکولا څکښل شوي وه؛ ليکن خنثي شوي زهرو فقط يوه عادي تسمم راپيښ کړي وه)). دکوکاکولا له برکته دزهرو له مر نه حفيظ الله امين نجات پيداکړ. هما غه وه چي کي جي بي په قصر باندي دنظامي حملي تصميم ونيوه.. په ١٩بجو او ١٥ دقيقو باندي دتوفان ٣٣٣ عمليات شروع شوه. ددغو عملياتو هدف دامين نهاي نابودي وه. سيميونوف.دکي جي بي دځانګړو ډلو مشر خپلي مرکي ته داسي ادامه ورکوي:((: څه شي چي په دغه ٤٥ دقيقو کي پيښ شول؛ په ژبه او خوله ډير په سخي ويل کيداي شي.دقصر بمبارد ډير بي رحمانه وه.د ټانکونو؛ توبونو او ماشيندارو نه انداخت کيده. په اول منزل کي کي مو امين پيدا کړ چي دبار ښي اړخ ترڅنګ پروت وه. دافغاني حکومت ( دپوشالي حکومت)يو غړي چي زما سره هم لاري وه امين يي سم دستي وپيژنده.بعد له هغي مي مرکزي قرارګاه ته خبر ورکړ؛ چي امين مړ دي. ما ټکي په ټکي وويل چي مشر نور….. موږ هغه وخت کوښښ کوه چي تحريري اسناد په لاس راوړو چي فلهذا امين د سي آي اي جاسوس دي. زه په اطمنان سره ويلاي شم چي زما دټوليو غړو کوښښ وکړ چي دارنګه اسناد په لاس راوړي. په قصر کي دارنګه اسناد پيدا نشول)). دغه سړيي ؛ ببرک کارمل د مملکت واک په لاس کي نيسي ؛ کارمل دشورويانو لخوا انتخاب شوي وه او په يو ه نظامي اډکه يي په حوصلي انتظار ايسته.
په درناوي
ډاکتر ارمان صافي