کور / اسلامي / که مو دا کار وکړ، پنځه نعمتونه به ترلاسه کړئ!

که مو دا کار وکړ، پنځه نعمتونه به ترلاسه کړئ!

له مسلمان ملت څخه سهار وختي پاڅېدنه او استغفار ویل مطلوب دي، خوبونه او نور لهو لعب نه دي مطلوب.
ټولنیز کارونه ترسره کوئ، خو په خپل وخت.
سهار له لمانځه وروسته تر لمر ختو پورې وخت د عبادت لپاره دی، نه د لهو لعب.
مسلمانان باید سهار وختي له خوبه ویښ، لمونځ ادا او بیا عبادت وکړي، او دا کار باید د فرد نه بلکې د ټول امت په مستوی ترسره شي.
که مسلمانان هر سهار وختي ویښ شي او پاسني کارونه ترسره کړي او د الله تعالی دا قول پرځان تطبیق کړي چې وايي: الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ، الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنْفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ (ال عمران ۱۷).
ژباړه: دا هغه خلك دي ، چې وايي:” زموږ پروردګاره! مونږ ايمان راوړى ، زمونږ له ګناهونو څخه راتېرشه او مونږ ددوزخ له اوره وژغوره “، داخلك صابران دي، ريښتوني دي، امر منونكي او مال ښندونكي دي اودشپې په وروستېوشېبو(سحر) كښې له الله نه د بښنې دعاګانې غواړي.
په بل ایت کې الله تعالی فرمايي: وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ.
ژباړه: په سهار کې هغوی بخښنه غواړي.
لکن له بده مرغه زمونږ اکثریت مسلمانان دغه مهم او کم وخت په لهو لعب باندې تېروي.
که مونږ له دې وخت څخه د استغفار په ویلو سره ګټه پورته کړو او دا خپل عرف جوړ کړو الله تعالی به مونږ ته پنځه میزات یا ګټې راکړي:
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا، يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا، وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا (نوح ۱۱).
ژباړه: ما (نوح علیه السلام) وويل (خپل قوم ته): له خپل رب نه بښنه وغواړئ، له شک پرته چې هغه خورا ډېر بښونكی دی:
1: هغه به پرتاسې له آسمان څخه ښه ورښتونه وكړي.
2: مال به درکړي.
3: اولادونه به درپه برخه كړي.
4: ستاسې لپاره به باغونه پيدا كړي.
5: او ستاسې لپاره به ويالې وبهوي.
کله چې الله تعالی انسان ته دا پنځه نعمتونه نصیب کړي، له دې هاخوا انسان څه غواړي او څه ته اړتیا لري؟!
که مونږ سهار وختي پاڅېدنه او تر لمرختو پورې موده د استغفار ویلو او عبادت په ترسره کولو تېره کړو، الله تعالی به زمونږ خاوره د بارانونو په نازلولو زرغونه کړي، د ژوند چاپېریال به پاک شي، له ځمکو به کرنيز توکي په ښه ډول راشنه شي، چې له امله یې په هېواد کې خوراکي توکي پریمانه کیږي، اولادونه به مو زیات کړي، شنه باغونه د تفریح ځایونه به زیات شي چې له امله یې انسان خپله ستړیا پکې په هوساینې بدله کړي او ویالې یا سیندونو کې به اوبه زیاتې کړي چې له امله یې برق او نور د ژوند اړین توکي تمولیږي، پریمانه او زیات شي.
دا دومره لوی نعمتونه الله تعالی یوازې د څو دقېقو په عبادت کولو انسان ته ورکوي، بیا نو ولې زمونږ دا ویده او د خوب شوقي امت دا کم وخت د خوب یا نورلهو لعب په ترسره کولو له دې سترو نعمتونو څخه ځان محروموي، هغه چې د ټولنې هر وګړی یې د خپل عمر اکثره وخت د همدغو نعمتونو په ترلاسه کولو کې ضایع کوي!