پښتو او دلوېدیز پوهان
۲۱ /۱۲/۱۳۹۳
د ( مورنۍ ژبه د بشر د حقونو څخه د لومړني حق په توګه ) سیمینار له پاره
ژبه په انساني ژوند کښي ډېر مهم رول لري، څېړونکي د همدې ژبي په وسیله انسان د ژوي څخه بېلوي او د ژبي د پيدایښت، اصل او منشاء په اړه ډېر څه ویل سوي او لیکل سوي دي او په دې اړه مختلف نظرونه موجود دي.همدغه پوښتني د نړۍ ژبپوهان د يوې لاري څخه راګرځولي او سره وېشلي يې دي. هره ډله د بلي ډلي د نظرونو او څرګندونو په نسبت خپل نظرونه او څرګندوني مقدمې بولي او د مقابلي ډلي دغو ته د پيکه او ناسمو په سترګه ګوري.
د ځینو پوهانو په عقیده، چي ژبه د انسان د پيدايښت سره جوخته په وجود راغلې ده، خو د همدې یادوني په مقابل کي ځیني پوهان داسي وايي، چي نه دا خبره درسته نه ده او انسان خو د ډېر وخت له پاره د ژبي څخه محروم او بې برخي و، او د خپل پيدایښت نه په لکونو کاله وروسته يې خبري کول زده کړل.
په هر صورت شاید د ژبو منشا یا هم یوه ژبه وي او یا هم څو ژبي وي. خو دقیق شمېر يې تر اوسه نه دی معلوم ځکه، ډيري ژبي زماني تحولاتو له منځه وړي دي او دا چي د ژبي او دیالیکتونو تر منځ قطعي پوله سته نو په همدغسي مواردو کښي ژبه خپل ځای لهجې یا ژبڅانګي ته پریږدي، چي د وخت په تېرېدو سره په ژبه بدلیږي.
د نړۍ ژبي او دیالیکتونه د خپلي نسبي خپلوۍ له امله پر کورنیو باندي وېشل کیږي لکه: اینډو اروپايي، سامي، ترکي او نوري کورنۍ. او همدغه کورنۍ په خپل ځان کښي پر ګروپونو باندي وېشل کیږي، چي د افغانستان زیاتي ژبي د اینډواروپايي کورنۍ په آریایي ګروپ پوري اړه لري او د آريايي ګروپ له پاره درې تاریخي مرحلې او درې اصطلاحګاني منل سوي دي.
د آريايي ژبو ډېر لرغوني لیکلي مواد د ایران په لويدیزو غرنیو ولایتونو کي ( په زړه پارسۍ) لاسته راغلي دي. خو دا د ژبو د انکشاف اصل دی، چي هره ژبه به د خپلي ګاونډۍ ژبي څخه یوه زیاته اندازه ژبني مواد اخلي او ځان به پرې بډای کوي او یوه زیاته اندازه مواد به بیا ورکوي، چي تر څو په ګاونډۍ ژبه کي ژوندي پاته سي.
په آریايي ژبو کي د دې موضوع ښه مثال پښتو ژبه ده، چي د هندیک او پرسیک ګروپونو ترمنځ د اتصال کړۍ بلل کیږي، دواړو خواوو ته يې خپل زیات شمېر لغات ورکړي او هم يې ترې اخیستي دي.
که څه هم پښتو ډېره توانمنه ژبه ده، د ږغونو یا تورو شمېر يې حتی د نړۍ والو پرمختللو ژبو لکه الماني او انګلیسي په پرتله زیات دی. که څه هم تر اوسه پوري د پښتو ژبي ټولو ګړونو ته توري نه دي نیول سوي خو د هغه تورو شمېر چي اوس د پښتو په عربي لیکدود کي په کار اچول کیږي ( ۴۶ ) ته رسیږي، حال دا چي د انګلیسي ژبي د تورو شمېر (۲۶) او د جرمني ( الماني ) ژبي د تورو شمېر (۳۰) دی.
په دې حساب د پښتو ژبي توان او ظرفیت تر انګلیسي او جرمني دواړو ژبو زیات دی یاني د ودي ډېر قابلیت لري خو کار نه دی ورته سوی، خو د لغاتو نو او نومونو ټولګه يې بیا د انګلیسي او الماني په پرتله ډېره کمه ده او د همدغه ژبو پانګه بیا ځکه زیاته ده چي ډېر کار ورته سوی دی.
د پښتو ژبي د لغاتونو د پانګي د پراختیا، ودي او سوچه کولو له پاره یو شمېر پښتنو لیکوالانو او ژبپوهانو هڅي را پيل کړي دي، ښاغلی محمدمعصوم هوتک، ډاکټر عبدالرازق پالوال او یو شمېر نورو ځوانانو هم په دې برخه کښي د خپلو امکاناتو سره سم چټک ګامونه اخیستي دي، چي د دې ټولو هڅو پلار وزیر محمدګل خان مومند دی، چي په هغه کم شمېر قامي مشرانو کي راځي، چي د افغانستان په بیروکراسۍ کي د وزارت مقام ته د رسېدو سره سره يې خپلي ژبي او کلتور ته شا نه ده ورګرځولې، خو ده ته دا پته وه، چي ځیني پښتانه د افغانستان د حکومت د اغېزې له کبله په پښتو کي د فارسي لغاتونه کاروي سره له دې چي په خپله ژبه کي يې لري هم.
همدا اوس اوس پښتو د نړۍ د نژدې هغه پنځوسو معتبره ژبو په کتار کي ولاړه ژبه ده، چي بډای ادبیات لري او د ډيرو وګړو د لیک او لوست ژبه ده. لکه چي د ایراني ( پیرسیک ) ګروپ د ژبو په لړکي یوازي دري ادبي او د لیک لوست ژبه ده، خو په باختري ګروپ کي بیا دا صفت یوازي د پښتو ژبي په برخه دی.
پښتو ژبه چي د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده، زموږ د هیواد نژدې (۱۲) میلیونه او په بل عبارت په سلو کي له (۶۲) څخه زیات وګړي پرې خبري کوي. او په پښتونستان کي (۷) میلیونه پښتانه پرې ګړیږي. سربېره پر دغه دوو سیمو یو زیات شمېر پښتانه په پاکستان، هند، کشمیر او یو لږ شمېر د چين په (سین کیان ) او له پنځوسو زرو زیات د ایران په خاوره کي پښتانه ژوند کوي.
د ایران پښتانه په خټه الیزي او نورزي دي او د سین کیان د پښتنو په اړه معلومات نسته. خو پښتو ژبي ته د وروستیو درو پېړیو په جریان کي د لویدیزو محقیقنو زیاته پاملرنه ور واوښته، چي په بریتانیا، روسیه، فرانسه، جرمني او نورو هیوادونو کي ډيرو پوهانو پښتو زده کړه او ويې څېړله، خو د دې ټولو په جمله کي پښتو ته په لویدیز کي دوه مرکزونه ټاکل سوي وه:
1) لویه بریتانیا: چي پښتو يې په خپل استعماري قلمرو کښي داخله ژبه ګڼله
2) شوروي اتحاد: چي پښتو يې د خپل یوه دوست ګاونډي اولس ملي ژبه ګڼله او اوس يې هم ګڼي.
کله چي بریتانیا د هند نیمه وچه تر واک لاندي کړه او د پښتنو سیمي ته يې هم پښې ور وغځولې، نو د خپل تسلط د ساتلو په غرض يې د پښتو په زده کړه لاس پوري کړ، چي وخت په وخت يې په پښتو کي داسي کتابونه، قاموسونه او نور مواد خپاره کړل، چي د لویدیزي اروپا د نورو علاقه لرونکو د توجه سبب هم سول.
خو له دې جملې څخه ( کوکس ) هغه ختیځ پوه دی، چي د پښتو ګرامر يې ولیکی او په (۱۸۱۱ م) کال په لندن کي خپور سو. ( راورټي ) چي د بریتانیا د پوځونو سپاهي ؤ او د (۱۹) پېړۍ په لومړۍ نیمايي کي يې د یرغل پر مهال پښتو زده کړه او وروسته يې د پښتو ګرامر ولیکی، چي د لومړي ځل له پاره په (۱۸۵۵ م) کال خپور سو او په ( ۱۸۶۰ م) کال يې دغه ګرامر لا پسي بشپړ کی او دریم ځل يې په ( ۱۸۶۷ م) کال خپور کړ.
په همدغه کال راورټي ( پښتو انګریزي قاموس ) دوهم ځل چاپ کړ. همدارنګه ( ګلشن روه ) د پښتو شاعرانو غوره اشعار چي وروستی کتاب و د انګریزي ترجمې سره په ( ۱۸۶۴ م) کال چاپ او خپور کړ.
د ده آثار ډېر په زړه پوري دي، په همدغه کال يې انجیل هم په پښتو ژبه خپور کړ. نوموړي د پښتنو د نسب، جغرافیې او نورو په باب غوره اثار لیکلي دي. ( واهن ) نومي انګرېز په ( ۱۸۶۰ م) کال د پښتو ګرامر په لندن کي چاپ کړ. همدارنګه د ( بیلیو ) د لغت او ګرامر کتابونه د پښتو په اړه ډېر غوره اثار ګڼل کیږي.
د پښتو قاموس يې لومړی ځل په ( ۱۸۶۷ م) کال په لندن او بیا په ( ۱۸۹۱ م) کال په لاهور کي چاپ سو او د پښتو ګرامر يې په ( ۱۸۶۷ م) کال په لندن کي چاپ سو. ( ترومپ ) چي اصلاً جرمنی دی، د پښتو ګرامر يې په ( ۱۸۷۳ م) کال په لندن کي خپور سو. ( لوریمر ) د وزیرو د لهجې ګرامر او قاموس په ( ۱۹۰۲ م) کال خپور کړ، چي ( ګریرسن ) هم د وزیرو د لهجې په باب په ( ۱۹۲۲ م) کال یو مغتنم اثر خپور کړ.
( روس کیپل ) د پښتو ګرامر په ( ۱۹۲۲ م) کال په لندن کي خپور کړ. ښاغلی میکینزي بیا د پښتو د قلمي نسخو کتلاک چاپ کړ او د یونسکو د پاره يې د خوشال خان خټک د دېوان یوه زیاته برخه په انګریزي ژبه ترجمه کړه. د پادري هیوز کلید افغاني هم دپه دې برخه کي د پوره یادوني وړ دی.
خو د پورته کارو تر څنګ په انګلستان کي د پښتو په باب وخت پر وخت ځيني رسالې او کتابونه هم لیکل کېدله، چي د نورو ختیز پوهانو سره يې د پښتو ژبي د زده کړي په برخه کښي پوره مرسته کوله.
د پښتو ژبي د زده کړي او څېړني په برخه کي د ( ډارمسټټر ) نامتو فرانسوي عالم د اولسي سندرو مجموعه د پښتونخوا د شعر هار و بهارهم ډېر مهم کتاب دی، چي په ( ۱۸۸۸ م) کال په پاریس کي خپور سو. همدارنګه د پروفیسور مارګین د ( د پښتو ایتمولوژي او ږغپوهنه ) او ( پښتو ژبه ) نومي اثار هم پر خپل ځای مهم ګڼل کیږي.
پروفیسور مارګین ناروېژی عالم او د پښتو ټولني افتخاري غړی د افغانستان د یو لړ نورو ژبو سر بېره په پښتو ښه اثار لیکلي دي، مثلاً په ( ۱۹۲۷ م) کال يې د ( په نژاد پېژندنه پوري مربوط پښتو محاوروي لغات ) نومي کتاب خپور سو. او په همدغه کال يې په اوسلو کي د پښتو ایتمولوژيک قاموس هم خپور کړ.
په امریکا کي د ( ډاکټر پنزل ) له خوا په ( ۱۹۵۵ م ) کال د ( پښتو ګرامر د کندهار لهجې تشریحي څېړنه ) نومي کتاب او بیا يې په ( ۱۹۶۲- ۱۹۶۵ م) کال د مشیګان د پوهنتون په مطبعه کي د پښتو قاموس او د پښتو لوست خپاره کړل.
د پښتو په ګرامر او ایتمولوژي او د ایران او باختري ژبو سره د مقایسې په روڼا کي ( کلاپ روت ) د لوېدیزو هغه افغان پېژندونکو نظریات رد کړل، چي په (۱۹) پېړۍ کي يې پښتانه ګرجستانیان، ارمنیان، البانیان او یا سامي نژاده ګڼله او ضمناً يې دا نظریه هم رد کړل، چي پښتو ګوندي د دري (فارسي) یو دیالیکت دی.
همدغه نظریه بیا نامتو افغان پېژندونکي ( ډورن ) هم تائيد او ښه تشریح کړېده. او د دې ترڅنګ يې د پښتو او پښتنو په باب ډېر ګټور او غوره تاریخي اثار هم پرې ایښي دي. خو د ډورن څخه وروسته د پښتو په باب ځيني نورو لیکوالانو هم خپل کارونه وکړل، لکه: د پیترین تیف، پروفیسور ګریګوریف، تومانویچ، یفیموف او نورو اثار. مګر د پښتو په باب اساسي کارونه د روسيې په شوروي دوره کي بیا شروع سوه.
د ( ۱۹۳۰ م) کلونو په حدودو کي ( بیتلیس ) د ( پښتو ژبي کندهارۍ لهجه ) د ( پښتو جوړښت ) او ( پښتو او د هغې د لیک او لوست په باب لنډ معلومات ) نومي اثار پر له پسې خپاره سوه. له ( ۱۹۳۹ م) کال وروسته د مسکو د ختیځ پېژندني په انستیتیوت او په یو شمېر نورو عالي پوهنځیو کي د پښتو تدریس په منظم ډول شروع سو، چي ټولي چاري يې د استاد اسلانوف ور د غاړي وې او ده ځيني مواد هم ورته برابر کړل لکه:
( د پښتولغت لیکنه )، ( د پښتوفولکلور او په شوروي کي د هغه زده کړه )، ( پښتو د افغانستان ملي ژبه )، ( پښتو روسي قاموس ) چي تقریباً پنځوس زره لغته کېدی برابر کړل.
استاد اسلانوف د پښتو په باب ځیني شاګردان هم وروزل، چي د شوروي په نورو علمي موسسو کي يې د ښوونکو دندي درلودلې لکه: لیبیدیف، دوریانکوف، پیري میچوي، کالینینه، غني یوف، پاڅنکویچ، ګیراه سیموه او نور.
د دغه کارونو سره سره اوس هم پښتو د لوېدیزو هیوادونو په پوهنتونونو کي لوستل کیږي او له ډیرو هیوادو څخه د راډیوګانو په ذریعه بروډکاسټ کیږي. د پښتو او پښتون په باب د لوېدیزو څېړونکو په ځینو اثارو کي البته ابتداءً یو لړ اشتباهات سوي وه، چي وروسته په تدریج سره د زیاتو پلتونو په اثر د نورو داخلي او خارجي څېړونکو له خوا سم سوه، په هغو کي ډېر مهم ځای د پښتنو د توکم ثبوت او په آریايي ژبو کي د پښتو د موقیعت نظریه وه، چي وروسته سمه سوه.
خو پښتو یوازي د پښتنو ژبه نه ده، بلکي د پښتنو د یولړ صفتونو یا خویونو یوه ټولګه هم ده، چي د پښتونولۍ یوه لویه برخه جوړوي. او همدارنګه پښتو د پښتنو یوه ګډه ښکلا ده، چي د پښتو یوه برخه ده د هر پښتون ښایست دی او هیڅ پښتون په دې ښایست کي له بل څخه کم نه دی. د پښتونولۍ ډيموکراتیک (جمهوري) خوی یا خاصیت په پښتو کي پروت دی، چي ټول پښتانه د پښتونولۍ په صفاتو کي سره مساوي دي.
خپلي خبري د خوشال خان خټک په لاندي بیت سره پای ته رسوم:
درست پښتون د کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار.