کور / تازه خبرونه / ډاکټر عبدالله کندهار ته راغلى

ډاکټر عبدالله کندهار ته راغلى

د ملي يووالي د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله کندهار ته د نوي والي د معرفي کولو لپاره را ورسېد.
د هغه سره په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی، دولتي چارواکي او يو شمېر قومي مشرانو ملتيا کوي.
افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې په غوښتنه ډآکټر همايون عزيزي د کندهار د والي په توګه ونوماوه.
ښاغلی عزیزي، چي د هرات اصلي اوسېدونکي دی او د مخکني ولسمشر حامد کرزي د پارلماني چارو وزير پاته سوی دی، د ډآکټر توريالی ويسا پر ځای راغلی دی.
ويل کيږي، چي اجرائيه رئیس ډآکټر عبدالله عبدالله د کندهار د والي د معرفي کولو وروسته هرات ته ځي، ترڅو ددغه ولايت نوی والي محمد اصف رحيمي هم معرفي کړي.