کور / تازه خبرونه / د عالي شورا ځيني غړي د استخباراتو سره په لاس لرلو تورن سول

د عالي شورا ځيني غړي د استخباراتو سره په لاس لرلو تورن سول

جنرال عبدالرازق د سولې د عالي شورا ځینې غړي د سیمې له استخباراتو سره په لاس لرلو تورن کړل.
د کندهار د نوي والي همایون عزیزي د معرفي کولو په موخه نن د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس او د پارلمان یو شمیر غړو هغه ولایت ته تللي او ټاکل شوی چې له هغه ځایه د هرات ولایت ته لاړ شي.
د کندهار د نوي والي د معرفي کولو په مناسبت یوې غونډه کې د دغه ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، د سولي د شورا د ځینو غړو په اړه داسې اسناد لري، چي د سیمې له استخباراتو سره لاس لري او غواړي چي افغانستان د بحران لور ته بوځي.
که څه هم جنرال عبدالرازق په دې اړه د کوم چا نو وانخیست خو له حکومت څخه یې وغوښتل چي د سولي په خبرو کې د تیرو څوارلسو کلونو لاس ته راوړنې خوندي وساتي.
اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله د کندهار د امنیې قوماندان د اندېښنو په جواب کې وويل چې سوله د افغانانو اړتیا ده خو په هغه بیه يې نه غواړي چي افغانان يې قرباني شي .