کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د ملي شورا د اداري فساد پرخلاف د مبارزې له پارلماني ډلې سره وکتل

جمهور رئیس غني د ملي شورا د اداري فساد پرخلاف د مبارزې له پارلماني ډلې سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د حمیرا ایوبي په مشرۍ د ملي شورا د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د پارلماني ډلې له غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د دغې ډلې غړو په چاروکې د روڼتیا د رامنځته کولو او د اداري فساد د مخنیوي د لارو چارو په باب خپل نظرونه له جمهور رئیس غني سره شریک او په دې اړه یې ځانګړي وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي شورا د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د پارلماني ډلې د غړو د نظرونه او وړاندیزونو له آورېدو وروسته وویل چې د ملي وحدت حکومت د هېواد په کچه په ټولو اداروکې د اصلاحاتو رامنځته کولو او د اداري فساد پرخلاف مبارزې ته ژمن دی.

جمهور رئیس غني د ملي شورا د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د پارلماني ډلې له غړو وغوښتل چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره د منظمو پروګرامونو له لارې له حکومت سره همکاري وکړي