کور / تازه خبرونه / ویسا: د قطر له غونډې څخه د ولس هیله

ویسا: د قطر له غونډې څخه د ولس هیله

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډیره په قطر کې د سولې په اړه د طالبانو او سولې عالي شورا د غړو غونډې او د هېواد په شمال کې وروستیو ناامنیو ته ځانګړې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د قطر له غونډې د ولس هیله.

په سرمقاله کې راغلي چې د قطر په غونډه کې د طالبانو، حزب اسلامي او د حکومت استازو ګډون کړی او دا ټول د هغه هېواد خلک دي چې هره ورځ په کې لسګونه کسان وژل کیږي.

سرمقاله لیکوونکي ویلي، که د قطر د غونډې ګډونوال د افغانستان اصلي استازي وي؛ باید دا بې تعریفه جګړه پای ته ورسیږي.

د ورځپاڼې په باور، د قطر د غونډې ګډونوالو نه یو دم د سولې د ټینګښت هیله نه شي کیدای؛ خو دوی دومره کولای شي چې ووایي د سولې د ټینګښت لارې چارې څه دي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې آیا د جګړې له عزم سره د سولې مذاکرات ممکن دي؟

سرمقاله لیکوونکي ویلي، د سولې د ټینګښت هیلې په داسې حال کې کیږي چې طالبانو د عزم په نوم عملیات پيل کړي او له امله یې یوشمېر سیمې ناامنه شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې د سولې په اړه د حکومت مشران یو ډول دریځ نه لري او همدې مسالې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

انصار:

انصار ورځپاڼې بیا په یوه مقاله کې د هېواد د شمالي ولایتونو د ناامنیو په اړه لیکلي چې آیا د شمال وضعیت د یوې معاملې نتیجه ده؟

په مقاله کې راغلي چې د کورنیو چارو وزیر د دې ناامنۍ لامل د نظام دننه کړۍ بولي او د مقالې د لیکوال په خبره د ملي شورا یوشمېر غړي هم له دې سره موافق دي او وایي دا کړۍ باید افشا شي.

په مطلب کې راغلي چې د هېواد شمالي ولایتونو پخوا امن وو؛ خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې داسې هڅې کیږي چې دا ولایتونه هم ناامنه کړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي چې پولیس د وسله والو مخالفینو د حملو د شنډولو وس لري.

په مطلب کې د نورالحق علومي په حواله لیکل شوي چې پولیسو په دې وروستیو کې ډیر خپلواک عملیات وکړل او دې عملیاتو یې ښې نتیجې هم درلودې.