کور / تازه خبرونه / د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکې او اوبو شورا لومړنۍ غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ځمکې او اوبو شورا لومړنۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ځمکې او اوبو شورا لومړنۍ غونډه پرون شپه په ارګ کې جوړه شوه.

دغه شورا د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان له مخې جوړه شوې ده. جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځمکې او اوبو شورا فعالیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د ځمکې او اوبو مسئله د افغانستان لپاره حیاتي مسئله ده او دغه شورا د دې لپاره جوړه شوې ده چې د افغانستان د ځمکې او اوبو په اړه په هر اړخیز ډول تصمیم ونیول شي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې اوس د ځمکې او اوبو د تنظیم چارې ستونزې لرې او که دا لړۍ همداسې دوام ومومي نورې ډېرې ستونزې به هم پیداشي.

په دغه کتنه کې لومړی د اوبو د عالي شورا طرزالعمل غونډې ته وړاندې شو چې له هر اړخیز بحث وروسته په دوه فصلونو او دیارلسو مادو کې د شورا لخوا تصویب شو.

دغه طرزالعمل د جمهور رئیس د ۱۳۹۴ لمریز کال د وري د میاشتې د ۱۹ نېټي د درېیم نمبر فرمان د هدایتونو تطبیق، د عالي شورا دندې او تشکیلاتي جوړښت او د هغې د فعالیت د څرنګوالي درې ګوني عمده هدفونه تعقیبوي.

شورا د ځمکې پر پالیسۍ باندې د بیا کتنې لپاره د ځمکې د لومړني کنفرانس وړاندیز وکړ او پریکړه وشوه چې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د ټولو اړوندو ادارو چارواکو، د مدني ټولنې استازي او خبره کسانو ته دې بلنه ورکړل شي چې د ځمکې پر پالیسۍ په فني او مسلکي توګه بحث او خبرې وشي ترڅو پر ځمکې پورې اړوندې مسئلې د سیاسي مسئلو قرباني نه شي.

د دغې کتنې په پای کې د افغانستان د ځمکې له خپلواکې ادارې سره د جیودیزۍ او کارتوګرافۍ د ریاست د یوځای کېدو په باب د ځمکې او اوبو د شورا د دارالانشا لخوا وړاندیز وشو چې دغه وړاندیز په اصولو کې ومنل شو خو د فعالیت د څرنګوالي په باب یې د شورا دارالانشا ته لار ښوونه وشوه چې د دواړو ادارو ګډ وړاندیز دې د ځمکې او اوبو عالي شورا ته وړاندې شي چې له مخې یې تصمیم ونیول شي