کور / تازه خبرونه / کندهار ته د کرزي راتګ او ولس له ستونزو سره مخ کېدل

کندهار ته د کرزي راتګ او ولس له ستونزو سره مخ کېدل

کندهار ته د سياستوال عزيزالله واصفي د فاتحې مراسيمو ته د مخکني ولسمشر حامدکرزي، د اوسنۍ کابينې او د ولسي جرګې د يو شمېرو غړو تګ خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دفاتحې دې مراسيمو ته له پرون راهيسي سخت امنتي تدابير نيول سوي وه او له نن سهار څخه مهم واټونه د ترافيکو پرمخ تړلي او خلګو ته د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کېدل.
ښاريان د داډول سفرونو پرمهال خلګو ته تکليف ورکول بې ارزښته بولي او دا ډول کړني د ولس او دولت تر منځ د فاصلې د رامنځ ته کېدو به مانا يادوي.
نن کندهار ته مخکنۍ ولسمشر حامد کرزی د يو شمېرو نور لوړ پوړو چارواکو سره د سياستوال عزيزالله واصفي د فاتحې مراسيمو ته راغلي ول.
ددې سفر په اړه خلکو ته مخکي خبر نه وو ورکړل سوی او له سهاره مهم واټونه د ترافيکو پرمخ تړلي وه.
پوليسو د خلکو سره د وهلو، ټکولو او سپکو سپورو پوري ناوړه چلند کاوه او ان ښځي او د مکتب هلکان او نجونو ته يې کورونو ته د تګ اجازه نه ورکول.
د کندهار اوسېدونکي وايي، چي د حامد کرزي راتګ يوازي ولايت مقام او خرقې شريفي ته وو، خو پوليسو بيا د ښار په ټولو ناحيو کي پر موټر سايکل او بايسکل تګ راتګ بند کړی وو او ځيني لويي لاري يې په بشپړه توګه تړلي وي.
نن په کندهار کي رخصتي نه وه اعلان سوې، خو ځيني ښوونځي، يو شمېر دولتي او خصوصي ادارې تړل سوي وې.
ويل کيږي، چي د مخکني ولسمشر سفر په کندهار کي د مېوې سوداګرو ته هم زيانونه اړولي، ځکه په ښار کی يې درانيولو او خرڅولو لپاره څوک نه وه.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چي پر موتر سيکلونو بنديز يې د امنتي تدابيرو د نيولو لپاره کړی وو.
کندهار ته د مخکني ولسمشر حامد کرزي د نننی سفر پرمهال د پوليسو له لوري د خلګو سره ناسم چلند او پر ترافيکي وسايطو بنديز په ټولنيزي رسنۍ فېسبوک کي هم له تندو غبرګونو سره مخ سوی