د افغان کډوالواتشه : د کډوالوستونزو اندېښمن کړي يو
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: په پېښور کې د افغان کډوالواتشې اندېښنه ښودولې چې د خېبرپښتونخواځايي چاورواکو دښاري سيمو يوشمير افغانانو ته وخت ورکړي چې نوموړي سيمې پريږدي او نورو سيموته لاړشي افغان کډوال له هغو سيمو څخه ويستل کيږي چې شخصي اويا د پوځ ځمکې دي دا خبرې په پېښور کې د افغان کډوالود اتشې استازي ډاکټر الوځي يوې خبرې غونډې ته وکړې نوموړي زياته کړې چې د خېبرپښتونخوا چارواکي لومړي بايد زمونږددفتر ته رسمي مکتوب راکړې اولږ ترلږه ٢ مياشتي وخت په کې وي چې مونږ دملگروملتونو له لارې دغه افغان کډوالو ته دبل ځاى لارې چاري وسنجوو،زمونږ اداره خبره نه وي او چارواکو کډوالو ته د سيمې د خالي کيدووخت ورکړي وي اوبيا يي کورونه ورړنگوي چې دا مناسب گام نه دى په دې بيا کتنه وشي زمونږ غوښتنه دا ده چې دا ډول ستونزې بايد په گډوهڅو حل کړو نوموړي له افغانانوسره ملگروملتونو د مرستو په اړه ووايل چې مونږ ترې ډاډمن نه يو يوازې له ځينو ښوونځيو سره مرسته کړې چې بسنه نه کوي ، په ځينو کمپونو کې داوبو نلکې خرابيې شوي خو د ملگرو ملتونو اداره يې په غم کې نه ده ، کډوالو ته د افغان حکومت د چمتوالى په اړه دغه رسمي استازي څرگنده کړه افغان حکومت د يوشميروزارتونو په گډون يوه هراړخيزه تگلاره جوړه کړې ده چې په پلې کيدو به يې کډوالو ستونزې حل شي الوځي ووايل چې په افغانستان کې به کډوالو ته ښارگوټي جوړيږي دپوهني وزارت به په کې ښوونځي ،د اوقافو وزارت به په کې جوماتونه ،او برېښناوزارت به کې دبرېښنا چارې او دعامې روغتيا وزارت به په کې کلينيکونه جوړوي نوموړي دا هم ووايل چې دامهال د خېبرپښتونخواچارواکو له خوا کبابيانو ، دحيات اباد څلور لارې ، تاج اباد، اسلم ډيرۍ ، ګلشن اباد پجګۍ کې ميشتو کډوالو ته ويل شوي چې دا سيمې پريږدي چې له امله يې څلوېښت زره کورنۍ اغيزمنې کيږي