کور / تازه خبرونه / جمهور رئيس له فراه، بادغیس، غور او هرات ولایتونو سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې

جمهور رئيس له فراه، بادغیس، غور او هرات ولایتونو سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني، نن سهار د توحيد له مرکز څخه د فراه، بادغیس، غور او هرات ولایتونو له امنیتي او یو شمېر نورو چارواکو سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویدیوکنفرانس کې چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري، لوی درستیز شېرمحمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخیستې وه، جمهور رئیس د ۲۰۷ ساحوي زون د قول اردو له قوماندان، د هرات له والي او د فراه، غور او بادغیس له سرپرستو والیانو،امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت له ولایتي رئیسانو سره د اړوندو ولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي پر لارو چارو خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني په دغه ویدیو کنفرانس کې د اړوندو ولایتونو په وروستیو پوځي عملیاتو کې د امنیتي منسوبانو د زړورتیا او مهارتونو ستاینه وکړه، او وې ویل، زموږ زړورو سرتېرو دا ثابته کړې ده چې دوی د خپلې خاورې د دفاع وړتیا او زړورتیا لري او د خپل ملي ناموس دفاع کولای شي.
د هېواد جمهور رئیس د ۲۰۷ ساحوي زون د قول اردو قوماندان ته لارښوونه وکړه، هغه سرتېري د ستایلو لپاره د جمهوري ریاست عالي مقام ته معرفي کړي چې په وروستیو پوځي عملیاتو کې یې له ځانه وړتیا او مېړانه ښودلې ده.
همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د بادغیس او غور په ولایتونو کې د غېر مسوولو وسله والو ډلو د شتون له امله د رامنځته شویو ستونزو او په دغو ولایتونوکې د سیمه ایزو شخړو د له منځه وړلو په خاطر اقدام وکړي.
په همدې ډول جمهور رئیس غني د ملي امنیت شورا ته لارښوونه وکړه چې د وسله وال پوځ د ټپیانو حالت او د شهیدانو کورنیو ته جدي پاملرنه وکړي.
وروسته، د یادو ولایتونو مسوولینو او پوځي چارواکو په خپل وار د امنیتي حالت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د راپورونو له اورېدو وروسته د امنیتي حالت د لا ښه والي په اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د وسلوالو پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه، له دې وروسته د هېواد د امنیتي حالت د څارنې او پوځي چارواکو ته د لازمو لارښوونو په موخه د توحید مرکز له لارې د هېواد د ټولو قول اردوګانو له قوماندانانو سره د ویدیو کنفرانس له لارې منظمې کتنې کوي او د امنیتي حالت په اړه به بشپړ معلومات ترلاسه کوي