کور / تازه خبرونه / د پاکستان جګپوړي چارواکي په سې شنبه کابل ته راځي.

د پاکستان جګپوړي چارواکي په سې شنبه کابل ته راځي.

د پاکستان ځیني جګپوړي چارواکي سبا (سه شنبه) کابل ته راځي.
ويل کېږي، چي په دغه سفر کي به د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف، د پوځ لوی درستيز راحيل شريف او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز شامل وي او سبا (سه شنبه) به کابل ته راسي.
د سفر موخه د افغانستان او پاکستان هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا، د سولي د پروسې په اړه خبري اتري او د سوداګريزو توکو ترانزيټ بلل سوي دي.
د سبا (سه شنبې) د افغانستان او پاکستان د چارواکو ناستي ته افغان لږ هيلي لري او د سولي په برخه کي د پاکستان سره خبري بې مانا بولي.
تر دې وړاندي تر اوسه د افغانستان ډېرو چارواکو پر پاکستان نيوکه کړې، چي د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او د سولي په راوستلو کي يې هيڅ عملي کار ندی کړی.
که څه هم د ملي يوالي د حکومت له جوړېدو سره ظاهر د اسلام اباد او کابل اړيکي ښې سوي خو تر اوسه په افغانستان د سولي په برخه کي د پاکستان هڅي ندي ليدل سوي.
ځکه، چي د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د خپل حاکميت په دوره کي ۲۰ ځله پاکستان ته سفر وکړ خو تر ډېره يې سفرونو پايله ورنکړل او نه هم د سولي په برخه کي پاکستان ورسره همکاري وکړل.