کور / تازه خبرونه / پاکستان: په افغانستان کي به نيمګړي ساختماني پروژې بشپړي کړي

پاکستان: په افغانستان کي به نيمګړي ساختماني پروژې بشپړي کړي

د افغانستان او پاکستان لوړپوړو چارواکو په کتنو کي د اقتصاد پر پياوړتيا او د نېمګړو پروژو پر تميلېدو بحث وکړ.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پاکستان د اسلامي جمهوریت له صدراعظم محمد نواز شریف سره چې د یو لوړي پلاوي په مشرۍ نن سې شنبه کابل ته راغلی دی، وکتل.
ارګ په خپله فېسبوک پاڼه کي ددې موضوع په اړه ليکي، چي د ددواړو هيوادونو لوړپوړو امنتي مسولينو ددواړو هيوادونو تر منځ د اقتصادي همکاريو د پراختيا په اړه بحث او خبري وکړې.
دغه کتنه نن په ارګ کي تر سره سول.
په دې کتنه کې پاکستاني جګ پوړو چارواکو ژمنه وکړه، چي په افغانستان کي به خپلي هغه ساختماني پروژې، چي تر اوسه پوري نه دي بشپړې سوی، بشپړې کړي.