دافغانانو دخپلواکۍغورځنګ او د ډيورنډ د کرښي تازه صورتحال
دافغانستان اوسيدونکې يعني افغانان په وطن مين اوميړني ، شريف اونجيب خلک دي. خپلواکي اوآزادي د بل هرڅه نه ورته ګرانه ده اودهغه د ترلاسه کولو اوساتلو لپاره ېې ډيره قرباني ورکړې دي دخپلواکۍ او آزادۍ لپاره سرښندونکې مبارزه ، ددې ولس ملي ځانګړتيا او ټول تاريخ تشکيلوي . نوځکه افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ د غورځنګونو ځانګو اوافغانانو ته د ملي آزادي بخښونکوغورځنګونو سرغندويان وايي که چيري مونږ دافغانستان تاريخې جريان ته نظرواچوو ليدل کيږي چې افغانانو هميشه ټول عمر دازادۍ په خاطر جنګيدلې دمثال په ډول کال 1809 ميلادي نه تر1919 ميلادي پورې افغانانو د يوې پيړۍ نه زيات وخت فقط د خپل ازادى لپاره په جنګونوکې تيرکړل او د زياتي قربانې په وسيله يې خپله ازادۍ ترلاسه کړي . د دراني امپراطورۍ په يوکتاب کې د يو تاريخپوه لخوا په لمړي مخ کې ليکل شوي .
دغه عظيمه امپراطورۍ څه دپاسه دوه ميلونه کيلومتره مربع مساحت درلوده چه دکارل ( کيسر) دامپراطورۍ په نسبت دوچنده زياته وه په کال 1761 م کې چه احمدشاه بابا د قدرت په اوج کې وۀ دلوي افغانستان مساحت دبل هروخت نه وسيع وه . په داسې حال کې چه اوس اته سوه زره مترمربع پراخوالي لري يعني وروسته دکال 1761 م نه مونږ يوميلون دوه سوه کيلو متره مربع ځمکه له لاسه ورکړي ده ، د 1893 کال دنومبر د�اشتی 12 امير عبدالرحمان خان ډيره لويه تاريخی اشتباه وکړه آو يو ډيرغټ تاريخی مسؤليت ئی په غاړه واخيست آو د انگليس آو خپلی پاچهۍد لاسه ورکولو له ډاره ئی دانګليسانوسره د ډيورند تړون لاسليک کړ ( تاريخ پوهان ددې تړون په اړه شک لري : لراوبر ويبپاڼه ). د ډيورنډ كرښه هميشه د افغانستان اوپاكستان دخلکو په مناسباتو كي بنيادي رول لري ، د كرښي دواړو خواوو افغانانو له هماغه پيل نه داكرښه منلي نده ، د اميرعبدالرحمن په وخت كي كله چي دي كرغيړني كرښي افغانستان په دوه برخو وويشه د كرښي نه هاخوا او ديخوا افغانانو د انګليسي استعمار په وړاندي خپلو مبارزو ته ادامه وركړه او انګليسانو ته يي زښت زياد تاوانونه واړول.
د کرښي دواړوخواو ولسونو د دي كرښي په وړاندي تل خپله كركه اونفرت ښودلي ، د ډ يورنډ د كرغيړني كرښي له منځه وړل د لراوبرو پښتنو د ټولو سياسي غورځنګونو او روښان اندو مبارزينو د كړنلارو په سرليكه كي ځاي درلود. د ډيورنډ دکرښي موافقه ليک په وسيله د وخت حاکم امير عبدالرحمن خان د ملت د پوښتنې پرته د افغانستان لويه برخه انګريزي استعمار ته ور پريښوده چې په دې هکله ډير علمي ليکلنې موجودي دي .
کله چې افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد دفوځونه داخل شول ډير شمير افغانان پاكستان اونورهيوادونو ته كډوال شول، د پاكستان دوخت حاکمانو ددې طلايي فرصت نه ګټه واخيسته ترڅو ددې کرښي شخړه دځان په ګټه حل کړي ددې کار لپاره يې دنورواقداماتوترڅنګ په پاکستان کې ميشت جهادي تنظيمونوپه مرسته دکنفدراسيون دجوړيدو وړانديزونه وکړل مګر دغه وړانديز دهيچا ملاتړ ترلاسه نه کړو . دغه هيلې او کوششونه په مختلفو طريقوسره دوام وکړ خود سپټامبر د يوولسمي نيټي پيښي د پاكستان ليوني خوبونه خپل ځان سره په سرو لمبو كي وسوځول . اوس د ترهګري سره د مبازري په پلمه پاكØ �تان يو ځل بيا غواړي دخپل مقصد د پوره كيدو په خاطر مختلف تکتيکونه په مخ بوځي ، دهمدي مقصد لپاره پاکستان حکومت څوځلې وړانديز كړي چي د افغانستان او پاكستان پرپوله دي اغزن تارونه تاو شي. دپاکستان دحکومت دا وړانديز هيڅ عملي بڼه نلري، دا كار په هيڅ توګه نشي كولاي د ترهګري مخه ونيسي .
په پاکستان کې اسلامي بنسټ پالنه چې د تيری پيړۍ په اوياومو کلنو کې د پاکستان د حکومت د سياست په نتيجه کې، چې د پاکستان د ملي ستراتيژي لويه برخه جوړوي رامينځ ته شوه او د ګاونډيو هيوادونو پر ضد کارول شوی ده ،
سره له دې چې د پاکستان جوړښت د انګريزي استمعار لخوا د بنسټ پالنې د نظريې پر بنيادونو رامنځ ته شوې دی، د پاکستان حکومت د اسلامي بنسټ پالو ډلو جوړولو ته په هغه وخت زياته پاملرنه وکړه ، دوی وتوانيدل چې نه يوازې د بنسټ پالو ډلو سياسي ساختارونه جوړ او هغوی ته ورځ په ورځ نوې وړتياوې ور په برخه کړي بلکه د هغوی په وسيله په ګاونډيو هيوادونو کې پر زهرجنو تبليغاتو برسيره پوځي عمليات هم تر سره کړي دغه کار دوي په پاکستان کې د افغاني جهادي تنظيمونوپه مرسته په افغانستان کې دهغه وخت حکومت په خلاف په ډير بې دردي سره استعمال اوترسره کړو .
د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي . پښتانه دباچاخان دهغه ويناو په مقصد پوهيږي چې ويل به يي يا به يو کيږيو ، که نه ورکيږو ، که د زمانې توپانونو مخې ته سره يو نشو نو برباديږو ، باچاخان د خپل وصيعت له مخې دافغانستان په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا د ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګڼلی شو .
د افغانستان خلکو فکرکاوۀ چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنيدلو وروسته چې مخالفينو جنګ ته د دوام ورکولو يواځنی عامل ګاڼه او د همدې پلمې له مخې يی د هغې پر خلاف جهاد کاوه خاتمه پيداکړي ، او په سيمه کی به د ثبات او امنيت عمده عامل وګرځي ، په افغانستان کې به حالات استقرار ومومی او وسله والی نښتی به بندی شی، د خلکو دا محاسبه سمه او پر ځای وه، ځکه چی د جنګ د تامين کيدو لپاره نور هيڅ کوم بل دليل پاتي نه شو . اما وليدل شو چې په پاکستان کی د ميشته تنظيمونو مشران د پرديو او پاکستانی پوځيانو په لاس کی د بيځانه او بی روحه وسايلو په توګه د افغانستان پوځی اشغال، د خلکو د قتل او وژنی او د هغی د ورانی په فکر کی شول ، دغوافراطي تنظيمونو دافغانانو په خاوره باندې دتيري فصد شروع کړ او هلی ځلی يې وکړي ترڅو چی د افغانانو ملی واکمنی، ځمکنی بشپړتيا، او خپلواکی له خطر سره مخامخ کړی.
په دې هکله ماته دوخت دجمهور ريئس ډاکتر نجيب الله هغه د وينا يوبر خه ياده شوه کوم چې کړي يي وۀ (( راځی يو ځل بيا هغوی څخه چی په افغانستان کی ئی د شوروی قواؤ موجوديت د جنګ علت شميره پوښتنه وکړو چې که چيری د شوروی قطعاتوموجوديت له دولت سره د تاسو د توافق او د جګړی د بنديدلو خنډ ؤ، نو اوس د څه لپاره تاسو د وطن او خلکو په ضد جنګيږی. هغوی چی تر پرونه پورې ئی په خپلی جګړی او مسلحانه فعاليتو باندی د جهاد نوم ايښی ؤ نو اوس ولی د افغانستان د مسلمانانو په مقابل کی جنګ ته دوام ورکوي، او هره ورځ په هيواد کی د يوه افغان او يوه مسلمان وينه تويوی. نور نو ولی د افغانانو زامن د افغانانو په لاس چی په حقيقت کی سره وروڼه دی ووژل شی، او له منځه ولار شی. ولی دافغان لاس د بل افغان په وينو سور وی او افغان کور د افغان په لاس وران شی. پاکستان د ژنيو په موافقت ليکونوکی ژمنه کړی ده چی د افغانستان حاکميت، خپلواکی، ځمکنی بشپړتيا، ملی وحدت، امنيت او ناپييل توب ته او د افغانستان دی ته چی په آزادانه توګه خپل سياسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنيز نظام وټاکی او همدارنګه پخپلو طبعی زيرمو دايمی حاکميت ولری، احترام وکړی. ))
اما بدبختانه جهادي تنظيمونو د پرديو په همکاري پر جلال آباد اونورو ځايونوباندې حمله وکړه ، دغوتنظيمونودافغانتسان دوخت مصالحي پروګرام ته په مرمي ځواب ورکړ که چيرې دوي د هغه وخت دسولې پر وګرام ته مثبت ځواب ورکړي واي نو اوس به په افغانستان کې اداري تشکيل په خپل حال باقي پاتي واي دافغانستان خلک به د اوسني کړکيچ سره چې نه يوازې افغان حکومت او دافغانستان خلک بلکه د حاکميت بهرني دوستان، ناتو او ايساف هم ورسره لاس او ګريوان دي او د دې په نتيجه کې ، بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ او د هغه سره جوخت اداري فساد او د دولتي مديريت بی کفايتي چې زموږ د ټولني ملي ګټې يې ډيرې زيانمنې کړی دي موجود نه واي .
په دې شپو ورځو کې افغان ولس مشر دپاکستان دمداخلونه يوځل بيا په ډير قهرجن شکل سره شايت وکړ هغه وويل (( چې افغانان حق لري د خپل ځان او له پاکستانيو پښتنو څخه ددفاع په موخه د پاکستان پر خاوره عمليات وکړي . هغه ،دغه څرګندونې دغبرګولي په ٢٦مه، په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال د پژواک خبري اژانس ديوې پوښتنې په ځواب کې وکړې . ولسمشرکرزي وويل چې د پاکستان له خاورې څخه پرله پسې مداخلې دا څرګندوي، چې د ډيورنډ کرښه شتون نه لري . هغه وويل چې له پاکستان څخه د ورانکارو د راتګ د نه مخنيوي په صورت کې افغانان هم دا حق لري چې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو په موخه دپاکستان په خاوره عمليات وکړي . ولسمشر کرزي چې د لومړي ځل لپاره دپاکستان پر ضد په سخته لهجه غږېده وويل چې دډيورنډ کرښه دوه طرفه لاره ده، که له يوې لارې څخه کومه لوبه کېږي، نو له بلې لارې هم دا کار کېداى شي . حامد کرزي وويل چې اوس افغانستان پخوانى نه دى، وسلې هم لري او سرښندونکي ځوانان هم .
نوموړي يو ځل بيا وويل چې د ترهګرۍ سرچينې او د روزنې مرکزونه له افغانستان څخه بهر دي او دافغانستان ستونزه هم داده، چې ترهګر له بهر څخه راځي پښتوويپ پاڼه .)) که نن دپاکستان دسرحد نه په افغانستان حملې کيږي نو د جهاد په وخت کې هم همداشان حملې کيدلې چې ترسره کووÙ �کي يي د افغان حکومت په لويو کرسيو کې ¾ ناست دي . دافغان ولس مشر څرکندونو په مقابل کې دپاکستان دحکومت دلوړپوړي چارواکولخوا سخت غبرګون ښکاره کيږي . د پاکستان په پارليمان کې دپاكستان دمسلم ليګ (ق) غړي شيخ وقاص اكرم دافغان اولسمشر حامدكرزي لخوا دملاعمراو بيت الله محسود خلاف دعملياتو په اړه په بيان سخت احتجاج كړى اوپه پارليمان کې يې ويلي دي چې دا دپاكستان دخپلواكۍ خلاف خبرې دي دبهرنيو چارو وزير دې په دې اړه ايوان په باور كې واخلي داولسمشر كرزى په خبرو دپاكستان سياسى كړۍ په غصه شوي اود حامد کرزي خبرې يې دپاکستان په داخلي چارو کې ښکاره لاس وهنه بللې ده دغه راز دپاکستان صدراعظم سيديÙ �سف رضاګيلانى ويلي دي چې په پاكستان كې دفوځي عملياتو اجازه به چاته ورنه كړو او دافغانستان سره غوره اړيكې غواړو داخبرې وزيراعظم سيديوسف رضاګيلانى دافغان اولسمشرحامدكرزى دخبرو په غبرګون كې وكړې او ويې ويل چې په خپلو سرحدونو هيڅ ډول تيرى نشو زغملى او مونږ هم غواړو چې دخپلو ګاونډيو هيوادونو سره دنه لاسوهنې داصول لـه مخې ژوند وكړو پاكستان خپلواكه هيواد دى او دكوم ګاونډي هيواد په كورنيو چارو كې لاسوهنې نه كوي نوموړى وويل چې دافغانستان او پاكستان ترمنځ اوږد سرحد دى چې څارنه يې امكان نه لري ، بى بى سى پښتوويپ پاڼه .
ايا د داسې صورتحال په رڼاکې دافغانستان حکومت ته څه کول پکاردي . ؟ اوسنی افغانستان په يو داسې تاريخي مرحله کې روان دى چې کمزوری واکمن رژيم يې د اقتصادي ودې او نظامي ځواک له پلوه په بشپړ ډول په بهرنيانو او په خا صه توګه د امريکۍ او لويديزو هېوادونو په مرستو باندې تکيه لري . د خپل سر نوشت په ټاکلو کې د افغان اولس رول ډېر کمزوری دی . دولتي اداري دکرپشن له وجه نه ډير بې اعتباره شوي اودخلکواعتماد ورځ په ورځ په حکومت کې له مينځه ځي ، دخلکوستونزوته عملې ګامونه نه اخيستل کيږي ، لويديز هېوادونه په افغانستان کې د امنيت او سياسي ثبات په راوستو کې په عمØ
�ه توګه د پښتنو سره لاس او ګرېوان دي . که چېرې احياناً دوی په دغه ماموريت کې پاته راشي ، نو په هغه صورت کې به ښايي پښتون قوم ته د سترې سزا ورکولو لپاره د افغانستان نني واکمنان مجبور کړي چې د پاکستان سره د ډيورنډ استعماري کرښه په سرکومه سودا وکړي . په دې صورت کې به د افغانستان بشپړې تجزيې ته زمينه مساعده شي . څرګنده ده چې د پېښو د دا ډول پراختيا په پای کې به نه يواځې د متحدو ايالتونو په مشرۍ د لويديزو هېوادونو سياسي حيثيت ته ستره صدمه ورسيږي بلکې ښايي په دې سيمه کې ددوی سياسي او اقتصادي ګټې د پېړيو پېړيو په اوږدو کې د بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي .
لازمه بريښې ترڅو په دې احساسو شرايطو کې افغان حکومت داحتياط نه کار واخلي او د خپلو ملي ګټو دخوندي ساتلو لپاره له پاکستان سره په اوسني دورکې دسياسي مفاهمي لاري چاري ولټوي ، د دواړو هيوادنو دخلکوګټي په سوله اومنيت کې ليدل کيږي نه په جنګ او تجاوز کې . افغان حکومت بايد په هيوادکې دصلحي دراوستو او دافغانانو داعتماد بحاله کولو لپاره په عملي ډول په حکومتي چارواکوکې داصلاحاتو کارشروع کړي ، په هيوادکې بايد دقانون بالادستي عملي شي ، دزور واکانو لاسونه غوڅ شي ، ملي اردو او څارندوي ته دې وطندوسته کسان راجلب شي ترڅو دهيوادپه دفاع کې صادق وي . جنګ دحل لاره نه ده کوشش دي وشي ترڅوسياسي ډيالوک ته په ماهرانه ډول سره وده ورکړ شي ، هغه کسان چې نن په هيواد کې جنګ ته مجبورکړاي شوي دي دهغوي سره دي په افغاني دود اودستورسره ملي مصالحي خبري پيل شي دنظامي لاره په هيوادکې دکاميابي لاره نه ده نظامي لاره په دري لسيزوکې مثبت نتايج نه دي ورکړي بايد دتاريخ نه سبق واخلو اوافغاني ملي دودونوته احترام او خپل هيوادوال متحدکړو .
تجربي ښودلې ده چه د يو هيواد د خپلواکي دفاع د ملي جوش ،يو موتۍ اواګاه ملت ،ديو با کفايته زعامت اوښه مديريت ، لوړ دفاعي قدرت ، او ځواکمن ملې اقصاد او د يو مجربي ديپلوماتيکې دستګاه او په ملي ګټو استواره ديپلوماسۍ ، په صورت کي ترسره کيږي. افغانستان د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ او دهغه د ارزښتونو دساتني او تامين لپاره بلقوه پوره انساني ، مادي او معنوي امکانات اوزميني لري ، خو يوازي ديوه پيا وړي ملي حاکميت ، جوړښت او ښه مدريت ته اړتيا ده ، چه پور ته دندي ترسره شي .