لومړی ګام (ښوونه او روزنه)
علم او پوهنه رڼاده هر وخت دا خبره اورم.په ميډيا کښې په ورځپاڼو کښې په ټي وي کښې هم دغه خبره کېږي او پر دغه خبره کولو ټينګار هم کېږي.چې پوهنه او تربیه د ماشوم د پاره تر هر څه ضروري ده . زه هم دا وایم چې په اوسني وخت کښې نا پوهي او بې خبري د انسان دپاره تر ټولو لویه بد بختي ده.هغه خلګ( مور او پلار)په کلکه ملا متېږي چې د اولاد په تربیه ،پوهنه،روزنه او شوونه کښې یې کامي او نیمګړ تیاوي راغلي وي.
یو مور او پلار لاهم دا نه غواړي چې دهغو اولاد دي بې تر بیې او پوهني پاته سي.اود نیمګړ تیا ژوند دي تېره وي.د سیالي او مسابقې وخت دئ هره مور او پلار دا غواړي چې د هغو اولادونه هم د نړۍ له سیالانو سره څنګ پر څنګ پر خپلو پښوودرېږي د یو ماشوم په ځانګړتیا وو کښې لومړی دهغه تربیه پوهنه او زدکړو ته کتل کېږي.
زموږ د قام ددیرس۳۰ کالود بد بختیو پر له پسې لړۍ زموږ څو نسلونه له زدکړو او تربیې څخه بې بر خي پاته کړل.و دغه بې هنره بې روزني او شووني ماشومانو ته له زدکړو محرومه سوي ماشومان ته د زدکړو او تربیې له قدره او ګټو نا خبره ما شومان ته یوه بله بد بختي هم ګوري.هغه بدبختي له بې تر بیه سوي ژوند څخه او دناپوهي له ژوند څخه هم لویه کشا له ده .چې د دغو ماشومانو او دماشومانو د مور او پلار په مخ کښې یو نه اوارېدونکی خنډ دئ. نور ژوند خو یې پخوا لا ور بې خونده کړی وو.بیا یې د ماشومانو له تربیې هم را و ګرځول.د دغه خنډ له لاسه د هیواد په لکونو ماشومان بې تر بیه او د ناپوهي ژوند د ګاونډيو په مهاجر کیمپو کښې یا د هیواد په نیستمنو سیمو کښې تېره وي.د تش لاسي ژوند ،د بيوزلى ژوند، داړتیا ژوند ، دتنګ لاسي ژوند .چې ماشومان یې له زدکړو را وګرځول او بې وخته یې د لاس خواري او مزدوري ته اړ کړل. نو څه رنګه کېږي چې یو وږی تږی بېکوره تنګ لاسی ماشوم دي دعلم او پوهني خاوند سي.د ماشومانو مور او پلار پر دې اریان وي چې څه به وخورو.چېري به یو دسر دپټولو ځای وموندو.څه به اغوندو.د نیستمن انسان په ژوند کښې دعلم او پوهني درجه لاندي راځي.تر پوهنه او تربیه لوړي ډېري درجې سته چې لومړی هغه درجې تر پوهنه او تربیه کولو دهغه د ژوند د پاره ارزښتمني ګڼل کېږي.په ریښتیا هم په تش لاس هيڅ نه کېږي.له یو نیسمن انسان سره تر ټولو لمخه د خوراک چشاک پوشاک او کور غم وي.ټول عمر تېر سي خو هغه یو ارمان د زړه يې تر سره نه رسېږي. ټول عمر تېر سي نه یې د خپل کور ارمان نه یې د ښو خوړو او ښو جامو ارمان پورا کېږي.هم دغه د نیستي توره بلا یې له هررنګه ژونده پاته کړي.یو نیستمن اود تش لاس خاوند د خپل اولاد د پوهني او تربیې ګمان هم نسي کولای. یونیستمن انسان تل خپل اولاد ته په میراث کښې نیستي او غریبي پرېږدي.دغه غریبي او نیستي بیا د هغه انسان د اولاد له ژوند سره تړلې وي.
یو بېوسه انسان مجبور دئ چې د ژوند تېرولو دپاره خپل اولاد د تربيې او پوهني پر ځای مزدوري او خواري ته ودروي.لکه څه رنګه چې د ژوند په ټولو لارو او چاروکښې بېوسي یوخنډ وي دغسي په اوسني وخت کښې وخپل اولاد ته د یو ښې تربیې اوپوهني ورکولو په مخ کښې و ښوونځى او مكتب ته د لېږلو په مخ کښې هم نیستي یو غټ خنډ دئ.نېستي انسان هیڅ یو سیالي او خوشالي ته نه پرېږدي.
د ۵ یا ۶ کلو په عمر کښې تور لاسونه توري جامې د ګیراج په تور لوګي کښې ورک بې وخته و درنه او ګرانه خواري ته اړسوی،یا په رنګونو رنګ،سپين نازک لاسونه یې چاودلي،په چای خانو کښې مزدوران،موټران پریمینځل، ویلډ کول،د شتمنو په کورو کښې مزدوران،زاړه چادر اوسپني کاغزونه ټولول،کراچي پوريوهل،ماشین ته ټوله ورځ ولاړ.
دغه ټولي زموږ د غریبانو ماشومانو وظیفې او دندې دئ.هم دغه یې بې وخته ماموریت دئ.چې د خلګو او اولس په غم کښې ولاړ دئ.بې زدکړو بې علمه او نا پوه پاته سوي دي.تر علم او پوهنه لا نه دي رسېدلي. خود نیستي تر میچن وتلي دي، بېوسي پاخه کړي دي .اوخواري خوړلي دي.
په هیواد کښې ترهر څه لمخه د نیستي او بېوسي پر زد مبارزه کول دغریبي پر زد جهاد کول د بېوزلو مرسته کول بې وسه ماشومانو له تربیه او پوهنه ورکول تر ټولو ستر کار دئ.کم خلګ چې د غریبي په غشي ویشتل سوي دي .هغه غشي ماتول د خېر کار دئ .د نیستمنو له اولاودوسره په زدکړو کښې مرسته هم د ناپوهي پر زد یو غټ جهاد دئ.
د يو ودان هیواد دپاره له هیواده څخه غریبي ورکول اوپرته کول د یو يو شتمن او خوشاله هیواد د پاره هڅي کول زموږ د راتلونکو نوي نسلو دپاره له نیستي او غریبي سره جنګ کول زموږاصل بریا ،پرمختګ، حصول اوګټه ده . که موږ هیواد او وطن دخپل ځان ګڼو. که موږ چېري د ژوند په هر اړخ کښې له نړۍ سره سیالي کول غواړو.نو په کار دئ چې د بې وسي او نیستي پر زد را پورته سو.په تش لاس ویجاړي او ويراني نه اباد ېږي.
د هیواد د استقلال اوخپلواکي دپاره د ښه او خوشاله ژوند دپاره ،دپر مختګ او روشانه راتلونکي ژوند دپاره د نوي نسل او ماشومانو دسوکالي پوهني او بصيرت دپاره تر ټولو لمخه دغریبي او نیستي توره بلا ورکول یو لمړنی ګام دئ.خو لومړی ګام اخیستل ګران کار دئ. د ټولو ګټو لاس ته د راوړلو دپاره هم د دغه توري بلا ورکول او پرته کول پکار دئ.
یوه خبره په یاد وساتئ.پخوا د ريښتیاو نېستي وه . نن سبا ټوله نړيواله نیستي اوغریبي جیلي ده چې د انسانود یوې شتمني ډلي او هیوادو له خوا په لاس خپله پر نورو غریبانوانسانانو او هیوادو تپل سوېده .ورکېدل یې هلته اسان کار دئ.که په ريښتیاسره دنیستي پرزد په ګډه سره په فراخه توګه او لویه پيمانه سره په هیواد کښې دا کار وکړل سي.
د نیستي زد هستي ده ،دنیستي درملنه هستي ده.