کور / تازه خبرونه / کندهار: له محبسه ۱۰۱ جنايي زندانيان ازاد سول.

کندهار: له محبسه ۱۰۱ جنايي زندانيان ازاد سول.

د ولسشمر د ځانګړي فرمان له مخي د کندهار زندان څخه تر سل زيات جنايي زندانيان ازاد او د شاوخوا ۶۰ زندانيانو د بند موده کمه سول.
دغه زندانيان په تېرو کلونو کي د بېلابيلو جنايي پيښو پرمهال په ښار او ولسواليو کي نيول سوي وه.
د کندهار مرکزي محبس
هغه محبس، چي د وسله والو طالبانو ډېر مهم مشران پکښي ساتل کېږي.
نن له دې زندانه ۱۰۱ جنايي زندانيان، د ولسمشر د ثور د اتمي د ځانګړي فرمان له مخي ازاد او د ۶۴ نورو زندانيانو د بند موده کمه سول.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي له بنده د ازادو کسانو څخه غوښتنه وکړل، چي له دې وروسته دي په ټولنه کي د يو سالم کس په ډول ژوند وکړي.
کندهار محبس، چي ودانۍ يې ډېره پخوانۍ او هلته د ډېرو کسانو د ساتلو امکانات نسته، زند انيان پکښي د اوبو د نشتوالي، د کمي برېښنا او د يو شمېر نورو ستونزو يادونه کوي.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي په زندان کي د ځای د کموالي ستونزه مني او وايې، چي د مرکزي ادارې سره د نوي وداني پر جوړېدو خبري کوي.
د کندهار په محبس کي څه کم ۳ زره سياسي او جنايي زندانيان ساتل کېږي، چي په سياسي برخه کي يې د وسله والو طالبانو مهم مشران هم سته .