يوه سهوه، چي بايد اصلاح سي
د ١٣٩٣ش کال په اواخرو کي مي د لوى استاد پوهاند حبيبي شعري کليات سره راټول او چاپ کړل. د کلياتو له پاره د شعرونو راټولولو څو کلونه په بر کي ونيول، د بېلابېلو مجلو، اخبارونو او کتابونو څخه مي د علامه حبيبي پښتو و دري شعرونه سره يو ځاى او وروسته مي د يوې کوچنۍ مقدمې سره چاپ او خپاره کړل.
د کليات لومړۍ برخه پښتو ده، چي د علامه حبيبي د متفرقو اشعارو تر څنګ د هغه يوه پخوانۍ شعري مجموعه (ملي پسرلى) هم پکښي چاپ سوېده. د پښتو متفرقاتو په آخر کي يو شعر خپور سوى دئ، چي عنوان ئې (سره وبا) دئ. ياد شعر د کليات په (١٥٤ – ١٥٦) مخونو کي خپور سوى او د سر بيت ئې داسي دئ:
چي ګډه په وطن سوه سره وبا کلي په کلي
د خداى مسلمانان ئې کړل تبا کلي په کلي
شعر داسي ختم سوى دئ:
اې لويه قدير خدايه! دغه خواست مي ته قبول کړې
خلقيان د دې وطن کړې پوپنا کلي په کلي
په ١٣٧٩ش کال (د علامه حبيبي د څېړنو مرکز) له خوا د علامه حبيبي دوې پارسي مجموعې په يوه وقايه کي د (درد دل و پيام عصر) تر نامه لاندې خپرې سوې. دغه کتاب د ښاغلي استاد حبيب الله رفيع په زيار چاپ او خپور سوى دئ، پر کتاب باندي د خپروونکي کوچنى يادښت راغلى دئ، ورپسې د ښاغلي پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ يو اووه مخيزه سريزه راغلې ده. پوهاند صاحب په سريزه کي د علامه حبيبي پر شعر او د دوى د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په لنډ ډول ږغېدلى دئ، او د دوى په يادو شعري مجموعو کي ئې د مسلمان او افغان په باب د علامه حبيبي پر تاثراتو بحث کړى دئ. خپله سريزه ئې په پورتني شعر سره ختمه کړېده، او ليکلي ئې دي چي علامه مرحوم د ژوند په وروستيو کلونو کي د هيواد له حالاتو څخه متاثره وو او دغه تاثر ئې په خپل يوه پښتو شعر کي ښکاره کړى دئ، ورپسې ئې پورتنى ټول شعر رانقل کړى او ثبت کړى دئ.
څنګه چي د کلياتو شعرونه له بېلابېلو مجلو، اخبارونو او کتابونو څخه راټول سوي دي، ما (روهيال) هم دغه شعر د علامه صاحب د نوموړي پارسي مجموعې له سريزي څخه را اخيستى او په کليات کي راوړى دئ.
څو ورځي مخکي مي په علامه رشاد اکاډيمي کي د علامه رشاد مرحوم يوه خطي شعري مجموعه چي نوم ئې (د افغانستان بدي ورځي) وو کتله، د مطالعې په جريان کي پر دغه شعر (سره وبا) پېښ سوم چي د علامه رشاد په خپل خط په نوموړې مجموعه کي ثبت وو. د علامه صاحب ياده مجموعه په (١٣٧٣ش) په پېښور کي چاپ سوې ده، د (سره وبا) شعر د چاپي مجموعې په (٧ – ٩) مخونو کي راغلى دئ، دا چي چاپي مجموعه ئې ما (روهيال) تر اوسه ليدلې نه ده، نو ځکه د هغوى له دغه شعر سره هم مخامخ سوى نه وم.
په هر صورت، د دې يادونه ضروري بولم چي دغه شعر (سره وبا) د علامه حبيبي نه بلکي د فاضل استاد پوهاند رشاد مرحوم دئ، دا چي ښاغلي پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ د کوم استناد له مخي علامه حبيبي ته منسوب کړى دئ، ما ته معلومه نه ده، څنګه چي ما دغه سهوه بيا تکرار کړه، د خپلو اسلافو او دواړو پوهانو له ارواوو څخه بخښنه غواړم، او د دغي کوچنۍ توضيح په توسط غواړم لومړى دغه بې ځايه انتساب اصلاح او ورپسې خپله سهوه ښکاره کړم، څو په راتلونکي کي کوم بل څوک د دغسي سهوي مرتکب نه سي.
نوى ښار – کندهار
٢١ ثور ١٣٩٤ش