آیا د اطلاعات فرهنګ بل داسې بافرهنګ رئیس مولیدلی؟

د لراوبر اداره | مې 24th, 2015


په هغسې یوه اداره کې لکه د افغانستان، چې د فساد او بېداد بوی يې ټوله دنیا پر سر اخیستې، ځوان مینه پال غوندې فرهنګي چارواکي هم پیدا کیږي چې د ګلابونو وږمې ځنې خپریږي.
تر ده مخکې زموږ کلتوري واکمنو د ده په اندازه زموږ فرهنګي ارزښت ساتنې ته پاملرنه نه ده کړې.
له بده مرغه په تېرو ۱۴ کالو کې موږ ډېرې علمي– فرهنګي هستۍ وبایللې لکه:
شهید عبدالمجید بابی، شهید عبدالقدیم پتیال، شهید عبداللطیف آشنا، شهید ډاکتر پروېز نجیب، شهید وحیدالله خان، شهید جاوید جاجو، شهید عبدالصمد روحاني او نور، خو په دولتي کچه یې هغسي چې ښایېده یادونه و لمانځنه و نشوه، آن د ځېنو خو يې نوم په نومو کې هم یاد نه شو مګر زموږ مینه پال وراره د خپل خاص ځراکت او محبت له مخې دغه د بې تفاوتۍ کلچر ختم کړ.
آن تر کال پوره کېدو مخکې یې زموږ د ځوانیمرګ پتیال خوږ او دردوونکی یاد تازه کړ؛ د ۱۳۹۴ کال د ثور پر اوله یې ښه سنګین علمي سیمینار پر جوړ کړ، له پلازمېنې، ډیورنډ هاغاړې او بېلابېلو ولایتو څخه یې لیکوال را وغوښتل، له یوې خوا یې له هغه سره د خپلې شخصي یارانې پوخ ثبوت نور هم پوخ کړ او له بله اړخه یې د خپل فرهنګي عشق نمایش هم وړاندې کړ چې له یوه لوی آفرین پرته سړی بل څه ورته ویلای شي؟

ګل مینه پال د ثور پر دوهمه انارګل مشاعره سمبال کړه، تېر کال مې هم یاد دي او سږ یې هم شاهد وم چې د کندهار د ملي راډیو– ټلویزیون د آمر ښایسته نورالله نوري، فرهنګي کارمنانو او خواخوږو په مرسته یې په ډېر شاعرانه ماحول کې مشاعرې ته ساز و باز ورکړ؛ که څوک په ایډیال شاعرانه شاوخوا کې د شعر ویلو خیال او شوق لري نو هماغسې چاپېرچل ته یې رنګ و رونق ور کړی وو؛ لوی د اوبو ډک حوض، شا و خوا یې ګلونه– ګلابونه، ونې و چمنونه او ځل و بل څراغونه، له ماځیګره ماښام ته ور روان وخت او … ټول څه چې سره غاړه غړۍ شوي ول، نو یو عاشقانه او جانانه امتزاج یې پنځولی وو او محیط ټول خپله په یوه مجسم شعر بدل وو.
شاعر مینه پال د مشاعرې تر پایه هر شعر او د هر شعر هر بیت په پوره پاملرنه واورېد، د خوښۍ هغه ته یې واوا وویله، د بیا ویلو ږغ یې پر وکړ او چکچکې یې ورته وکړې.
مشاعره یې داسې کنټرول کړه چې تر آخره هېچا د کنټرول احساس ونکړ، معنا دا چې د سا نسور بوی هم نه وو خو د پروګرام تنظیم تر آخره فوق العاده و ساتل شو، زه او ځیني ملګري د مشاعرې یوه اړخ ته په خفیفه رڼا کې له حاجې اکبر نعمتي سره ناست وو، نعمتي ډېر ټوکي سړی دی، له هرې خبري سره ېي یوه ټوکه کوله، طبعاُ چې له دغه کونجه به د خندا ږغ اورېدل کېده، زه پوه شوم چې بانزاکته مینه پال د سعید زابلي په واسطه په داسي انداز د مخ کتار ته ور انتقال کړو چي له یوې خوا یې له تیارې څخه رڼا ته را وایستو، نور مو په ټوکو او خنداوو اخلال نشوای پېښولای، له بلي خوا مو د ده په څنګ کې د ارشاد او چکچکو په کولو سره مشاعره هم توده کړه.

مېلمه پال مینه پال د ډوډۍ پر وخت د مشاعرې پر وګړي– وګړي ګرځېده، پوښتنه ېي پر کوله او ست یې ور ته کاوه.
باحوصله رییس تېر او سږ کال دواړه تر هغه وخته د مشاعرې په ځای کې ولاړ وو چې آخرې کس هم حضور درلود، چې ورته کتل مې، له مخه یې ستړیا څڅېده، عجبه دا چې تر پایه یې چا ږغ وا نه ورېد چې نوره کېسه ختمه ده، په مخه مو ښه، میدان خالي کړئ او دا خو هم ټولو ته مالومه ده، شاعران لکه ښځې چې کېسه ختمه شي دوی تاوده شي، د تګ په وخت کې نه ځې، ولاړ وي، کېسې کوي، خوش طبعه مینه پال له هرې ډلې سره ولاړ وو، ورسره خندل يې او د خوش طبعۍ، ټوکو او خندا له خصوصیته یې هر چا د خپل ظرفیت مطابق مزه اخیسته.
مینه پال څلور ورځې د سیمینار او مشاعرې مېلمانه مختلفو مېلمستیاوو او د بېلا بېلو علمي، ودانیزو او تفریحي ځایو لیدو ته بوتلل، یوه ډله یې د ثور پر ۳- مه تر هوایي ډګره ورسوله، زموږ ډله ېي پر ۴- مه د کندهار په هوایې میدان کې د چیک تر ماشینو ور وایسته، وروستۍ غونډه یې د ودان افغانستان ګوند او د کندهار فلم نندارې وه چې له مېلمنو سره یې ګډون پکښې وکړ، ویناوي یې وکړې او کندهار فلم نندارې د یوه بریالي اطلاعات و فرهنګ د ریس په صفت ستاینلیک ور کړ، د دې یو څرګند پیام دا وو چې زموږ خلکو ته چې څوک په سپکه وګوري نو خامخا سپکېږي او له منځه ځې خو چې د درنښت اراده یې ولري ګواکي د خپل درنښت او بقا تضمین په خپله کوي؛ مینه پال تردې ستاینلیک لوړ وو، خو د فرهنګدوستو ممثلینو اخلاص هم تر ستاینلیک ډېر وو.
کله چې مینه پال موږ، استاد عبدالغفور لېوال، جاوید عابد، ډاکټر احسان الله درمل، عارف حقمل، احسان الله ودان او حکمت سروش هوایي ډګر ته رسولو نو د مشاعرې ډېر شعرونه ېي په یاد ول، یو نیم یې په طنز واړاوه، ډکلمه یې کړ او ان ترنم یې کړ او د چیک تر ماشینه یې وخندولو.
آیا د اطلاعات فرهنګ بل داسې بافرهنګ رئیس مولیدلی؟
مینه پال وراره دې په ګلانو کې وي.
۸/۲/۱۳۹۴

Copyright Larawbar 2007-2024