کور / تازه خبرونه / اېران: په افغانستان كي د توليد سوو تارياكو ۴۰ فيصده ونيول

اېران: په افغانستان كي د توليد سوو تارياكو ۴۰ فيصده ونيول


د اېران د پوليسو يوه لوړ پوړي مشر د دوشنبې په ورځ وويل د تېر (۲۰۰۷) كال په ترڅ كي اېران ته له افغانستان څخه اوښتي ۲۵۰۰ ټنه بېلابېل نشه يي مواد نيولي او له منځه وړي دي.
د اېران د نشه يي موادو د كنټرول ادارې مشر اسماعيل احمدي مقدم وايي د دوى له خوا له منځه وړل سوي تارياك او هيروئين په افغانستان كي د ۲۰۰۷ كال د توليد سوو موادو ۴۲ فيصده جوړوي.
اېران چي له افغانستان څخه اروپا ته د قاچاق تېرولو پل ګڼل كېږي، د سيمي تر بل هر هيواد د قاچاق وړونكو په نشيه توكو د روږدو كسانو شمېر پكښي ډېر دئ.
اېران په تېرو څو كلونو كي له نشيي موادو سره په مبارزه كي د خپل هيواد په سوونو پوليس له وسله والو قاچاق وړونكو سره په جګړه كي له لاسه وركړي دي.
اسماعيل احمدي مقدم وايي د اېران دغه كلكه مبارزه وه چي په ۲۰۰۷ كال په افغانستان كي د توليد سوو موادو ۴۲ فيصده يې له منځه يووړل.
نوموړى وايي په ۲۰۰۶ كال يې په افغانستان كي د ټولو توليد سوو موادو۳۱ فيصده توكي له منځه وړي دي.
له مخدره موادو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره وايي افغانستان په ۲۰۰۶ كال ۶۱۰۰ ټنه او په ۲۰۰۷ كال يې ۸۲۰۰ ټنه نشيي مواد توليد كړي وه.
د رسمي سروې ګانو له مخي سږكال د تېرو دواړو كلونو په پرتله د تارياكو كښت نور هم لوړ سوى دئ.
د ملګرو متلونو اداره وايي افغانستان په يوازي سر د نړۍ ۹۳ فيصده تارياك توليدوي.