کور / تازه خبرونه / د ۳۰ طالبانو جسدونه به خپلو کورنیو ته وسپارل سي

د ۳۰ طالبانو جسدونه به خپلو کورنیو ته وسپارل سي

د۳۰ وسله مخالفينو جسدونه به سور صليب له ډيورېنډکرښې هاخوا ته انتقال کړل.
دخوست ولایت مقام څخه په یوه رلیږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دوي ورځې وړاندې دخوست ولايت د موسى خېلو ولسوالۍ اړوند د افغان ملي امنيتي ځواکونو پر امنيتي پوستو باندې
سلګونو بهرنيو او کورنيو وسله والو چې په مختلفینو سپکو او درنو وسلو هم سمبال وو،بريدونه وکړل چې د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد سره ګڼ شمېر مخالفين ووژل سول او ګڼ شمېر نوريې ټپيان سول.
خبر پاڼه کاږي چې د امنيتي ځواکونو د ر اپور په اساس وسله والو مخالفينو داسې نيت درلود، چې د موسى خېلو ولسوالۍ امنيتي پوستې به سقوط کړي خو زیاتوي چې د افغان ځواکونو لخوا دسخت مقاومت سره مخ شول او په پایله کې د دېرشوجنګياليوجسدونه د جنګ په ميدان پاتې شول.
خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوې چې سور صليب به یاد جسدونه ډيورېنډ له کرښې
پورې غاړې ته انتقال کړي.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.