کور / رسنۍ / یو پل د ابادۍ پر لور کتاب چاپ شو

یو پل د ابادۍ پر لور کتاب چاپ شو

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر له لورې یو پل د ابادۍ پر لور کتاب چې د شاوخوا تېرو درې کلونو په ترڅ کې د بیارغاونې ترسره شوی بهیر په کې ځای پر ځای شوی دی چاپ شو.
دغه کتاب چې د لومړیو سربیره شپږ څلوېښت پاڼې لري،په کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو کې د بیارغاونې ټول ترسره شوي کارونه ځای پر ځای شوي دي .
دغه کتاب چې په زر ګڼو کې چاپ شوی،مالي لګښت یې د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پياوړتیا پروګرام له لورې ورکړل شوی دی .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلی عبدالمجیدخوږیاڼي دغه کتاب په اصلیت کې اولس ته حساب ورکونه بولي او همدا راز ترسره شوي کارونه د ابادۍ پر لورې یو پل بولي