کور / تازه خبرونه / جلریز کې ۶۰ مېرمنو ته د کلدوزۍ زدکړې ورکړل شوې

جلریز کې ۶۰ مېرمنو ته د کلدوزۍ زدکړې ورکړل شوې

د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام له لورې د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د سرچشمې حوزې د سیاخاک په قلعه کریم سیمه کې ۶۰ مېرمنو ته د ګلدوزۍ شاوخوا دوه میاشتنۍ زدکړې ورکړل شوې .
په ترسره شوي پروګرام د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام له لورې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی،چې د دوو میاشتو په ترڅ کې د FRDO ادارې په تخنیکي همکارۍ یې چارې پلې شوې .
د دغه پروګرام په پای کې ټولو مېرمنو ته د ګلدوزۍ یو،یو ماشین،مېز او پایې، رختونه،ګاز ډبې،اوتو او ګڼ شمېر نور اړېن توکې هم ورکړل شول .
په همدې موخه په جوړه شوي غونډه کې د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري وویل د دغه پروژو په پلي کېدو سره به ډیر ژر د یادو مېرمنو اقتصادي ستونزې حل شي او له دې وروسته به وکولای شي،چې د ګلدوزۍ له لارې خپل ورځنی ضرورتونه پوره کړي .
درنښت