کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل (۶)

دروژې فقهي مسایل (۶)

۳۸: که په پزه داګربتي دودننوځي:
که یوڅوک دروژې په حالت کي داګربتۍ دودپه پزه یاخوله ننباسي نوروژه فاسدیږي. یو هغه صورت دی چی یوڅوک وهغه ځای ته نژدې تیریږي چی هلته اګربتۍ لګیږي اودی یی دبوی حس وکړی په هغه حالت کی نه ماتیږي .
(شامی زکریا۳/ ۳۶۶)
۳۹: ددوا یااوبو بخارتیرول:
داوبواویادواپه بخارسره روژه فاسدیږي، همداحکم په نفس تنګۍ کي دتسکین دآلې (انهیلر) هم دی.
(شامی زکریا ۳/ ۳۶۶)
۴۰: په زورسره قی وهل:
که دروژې په حالت کي قصداً قی وواهل شي نوکه خوله ډکه شوه په دې صورت کي روژه په اتفاق سره ماته ده.
(درمختار زکریا ۳/ ۳۹۳)
۴۱:وحلق ته دپزي وینه تلل:
که دروژه دارپزه وینه شي اووینه ئې حلق ته ولاړه شي روژه ئې ماته ده.
(تاتارخانیه ۲/ ۳۶۹)
۴۲: دغرغړې په وخت کي وحلق ته داوبوتلل:
دغرغړې په وخت که چیری اوبه وحلق ته ولاړي شي اوروژه ئې هم په یادوي نوروژه ئې ماته ده اوکفاره واجبه نه ده.
(شامی زکریا۳/ ۳۷۴)
۴۳:په غوږاوپزه کی تیل اچول:
که په پزه یاغوږکي تیل واچول شي اویادشا(مقعدی)له لوری دواداخله شی روژه ماتیږي مګرکفاره یی واجبه نه ده.
(هدایه ۱/ ۲۲۰)
۴۴: په غلطۍ اویازورسره روژه ماتول:
که یوچا په غلطۍ اویاپه زورسره روژه ماته کړه په دې صورت کي صرف قضاء شته اوکفاره ئې واجبه نه ده.
(هندیه ۱/ ۲۰۲)
۴۵: وړې شګي یاخاوری خوړل:
دوړوشکویاخاوری په خوړلوسره هم روژه ماتیږي خوصرف قضاء یې شته اوکفاره ئې نشته.
(هندیه ۱/ ۲۰۲)
۴۶: وحلق ته د وریو دوینی تلل:
که چیری وستونی ته دغاښونودوریو وینه ولاړه شي- روژه په ماتیږي قضاء ئې شته خوکفاره ئې نشته.
(هندیه ۱/ ۲۰۴)
۴۷:چیلم اوسګریټ څکول:
که چیری یوڅوک په روژه کی چیلم اویاسګریټ وڅکوي روژه ماتیږي، قضاء ئې شته خوکفاره ئې نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۶۱۵)
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج