کور / شعر / روژه

روژه

غزل
سږکال که سخته که هوساروژه ده
موری!خوږې موري بې تا روژه ده

ستاد دیدن تنده می ماته نسوه
دکال ترپایه بس همدا روژه ده

ستاخماري سترګی می ولیدلې
ما ماته کړې په خرما روژه ده

غوا او غړکه می دغاړي سوله
ځکه چی نور نو دانا روژه ده

نن دی دیادماشومان مه رالیږه
فیضي نن سخته ترپخوا روژه ده
تاریخ/۱۳۹۴/۴/۴/
ماخستن ۹:۱۰