کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل (۹)

دروژې فقهي مسایل (۹)

۶۰: دروژې مکروهات:
په روژه کي ناړي ډیرول اوتیرول:
دروژې په حالت کي ناړي په خوله کي ډ یرول اوبیا تیرول دامکروه کاردی که څه هم روژه نه په ما تیږي.
(هندیه ۱/ ۱۹۱)
۶۱:له کوم عذر پرته د یوشي څکل اوژو ول:
بې له عذره د یوشي څکل اویاژو ول روژه مکروه کوي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۲)
۶۲: د ما لګي په څکلوسره روژه نه ما تیږي:
که چیري یوه ښځه د کورد خوراک څکه ګوري او مالګه ئې ګوری داروژه نه ماتوي ترڅو تیره نشي.
(شامی بیروت ۳/ ۳۵۲)
۶۳:مور وماشوم ته خوراک ژو وي:
که چیری یوه ماشوم ته یوه مورډوډۍ ژووي او ماشوم ته ئې ورکوي او بله چاره ئې نه وي او دا ژوول شوی شی تیرنشي روژه نه په ماتیږي.
(مخکنی حواله اوپاڼه)
۶۴:دغاښونو دوا استعمالول:
د روژې په حالت کي د غاښونو دوا استعمالول، دغاښونورنګ لګول، او پرشونډانو داسی لب شیرین او سرخی لګول چی ونس ته ئې دتلوویره وي دا ټول مکروه دی اوروژه مکروه کوي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۰۴)
۶۵:د ښځې سره ساعت تیرول:
د ښځې سره داسی ساعت تیرول چی د جماع او یا انزال ویره وي دا ساعت تیرول مکروه دی.
(درمختار مع الشامی زکریا ۳/ ۳۹۶)
۶۶: د روژې په حالت کی ډير کارکول:
هرداسی کارچي له هغه څخه داسی کمزوری راشي چي روژه به داکس خوری دامکروه دی.
(شامی بیروت۳/ ۳۵۷)

زه اوزمامېرمن ولی روژه نیسو؟
موږاسلام نه دی قبول کړی، اوهره میاشت درې روژې نیسو، اوګټه ورڅخه پورته کوو، موږغواړوچي خپل دهاضمې سیستم (Digestive System) څه هوسااوارام کړو اوددې روژې ښکلې ګټه داده چي هغه فاسد رطوبات چي په زهرو(Toxic) باندی بدل شوی دی، روژه داټول له مینځه وړی؛ وبل لورته روژه ټولې پېچلې ناروغیانې (Complicated Diseases) هم له مینځه وړی، هضمیه مضبوطوی، مقاومت ئې ډېروی، قوت وربخښی نوځکه مااوزمامېرمنې ټینګ هوډکړی دی چي هره میاشت درې روژې ونیسو۔
(Views and News/ the Philosophy of Fasting)
دوینې جوړښت اوروژه
وینه دهډوکوپه مغز(Bone Marrow)کی جوړیږی، کله چي دانسان ووینې ته اړتیاشی، نویوخپل سری نظام شتون لری چي دهډوکوومغز(Bone Marrow) ته خوځښت ورکوی اووینه تشکیلوی؛ کله چي په روژه کی انسان هېڅ غذاونه خوری د (12ـ15) ساعتونوپوری ، نوپه دغه وخت کی دهډوکومغزپه ډېره ښه توګه اواسانۍ سره خپله دنده وسرته رسوی، وینه تولیدوی چي مطلب داورڅخه راوځی چي په روژه کې دیوه کمزوری انسان په بدن کي ډېره وینه تولیدیږی۔
دبدن ژونکې(حجرې) اوروژه
دروژې بله ارزښتناکه اومهمه وظیفه داده چي دحجرو دننه ټول نظام هوسا، ارام اوبرقراره ساتی، کله چي غذاکمه اویادڅوساعتونولپاره یوشی ونه خوړل شی حجرې ډېرې هوسااودسکوم اوپوره ارام په درشل کی وي؛ دااغیزې پرټولوحجروباندی په ځانګړي ډول سره پرهغوحجروچي دبدن لپاره لعاب اورطوبات تولیدوی پوره اغیزې لری۔
کله چي دلعابوغُدې (Pituitary Glands) ، دورمیږغُدې (Thyroid Glands) اوپانکراس (Pancreas) دتل لپاره په کاربوخت وي، نودروژې په حالت کي داټولې غُدې دپوره استراحت په حالت کی وی، چي داغُدې اوحجرې داستراحت اوسکون څخه وروسته بیادښه کارپوره وړتیااوقوت مومی اوترپخوائې توان زیاتیږی۔
معده اوروژه
روژه دمعدې لپاره زښته بې مثله اوبې جوړې اوګټوره کیمیاده، روژه دلومړي ځل لپاره دمعدې ټول نظام برابرساتی، اوبله عجیبه اوښکلې خبره داده چي په روژه کې په معدې کی هېڅ اسیدونه (Acidity) نه یوځای کیږی اوپه بل لورته په عادی لوږه کې دمعدې تیزاب ډېریږي؛ لکه څرنګه چي دروژې په میاشت اودروژې په حالت کي دمعدې اعصابي نظام اوهغه حجرې چي دمعدې رطوبات ترشح کوی هغه ټولې ارامې اوهوساوې، نوځکه دروژه مات وروسته معده وپوره فعالیت اوکارکولوته ډېره اماده اوتکړه وی۔
اعصابی نظام اوروژه
دروژې په حالت کی دانسان اعصابي نظام ډېرارام وي، لکه څرنګه چي په روژه کي انسان دجنسي خواهشاتوڅخه لیرې اوبې برخې وی، نوځکه ئې واعصابي نظام ته هیڅ منفی څرک اوحس نه راځی اواعصاب ځکه ارام وی۔
لکه څرنګه چي یومسلمان روژه هم نیسی اواودس هم تازه کوی، لمونځ هم کوی نو(روژه+ اودس+ لمونځ) دانسان دوینې دوران (Blood Circulation) په ډېره ښه بڼه سره متوازن ساتی اودوینې ددوران داتوازن داعصابولپاره یوه کیمیاده چي په کومه اندازه سره غُدې په ارامه سره وی په هم هغه اندازه سره اعصاب هم استراحت مند وي۔
یوانسان چي په کومه اندازه سره په روژه کې عبادت کوی اووخدای جل جلاله ته ځان نژدې کوي په هم هغه اندازه سره اعصاب ارام اودټکرونواوتکانونوڅخه خوندي وي، لکه څرنګه چي روژه دعبادت یوښکلی موسم اووخت ده، نوځکه ویوه مسلمان ته پکاردی چي په روژه کی په هره اندازه سره ئې چي په وس کی وي دیوه الله جل جلاله عبادت دی کوي اوله ټولوناوړواوپلیتوکارونوڅخه دی ځان وژغوری۔
ینه (Liver) اوروژه
لکه مخکی چي وویل شول چي روژه په عمومي ډول سره پرټوله بدن باند ژورې اغیزې غورځوی، دهمدې اغیزوپه ترڅ کي پرینې(ځیګر) اودینې پروظیفو(Liver Function)باندی هم اغیزې کوي؛ که چيري دیوه ګرام لسمه برخه غذاومعدې ته ورشی نودبدن ټول نظام کارپیل کوي؛ چي په دې نظام کی ینه هم شامله ده، داچي په روژه کي ترڅوساعتونوپوری ومعدې ته هیڅ خوراک نه ورځی نوټول نظام خاموشه اوارام وی، چي ینه هم ارامه وی۔
اوس ساینس پوهانوداثابته اوکره کړېده چي دبدن وټول نظام ته په کال کی پکاردی چي یوه میاشت استراحت ورکول شی، اودااستراحت اړین دی؛ کله چي ینه دلسوساعتونواویاترډېروخت پوری په ارامه وی، نوددې استراحت څخه وروسته بیاینه وپوره کارته چمتوشی اوپه اینده وخت کی خپل ټول کاراوفعالیت په ښه ډول سره وسرته رسوي۔
دینې داستراحت سره سره دااغیزې وصفراء(Bile) ته هم رسیږی، چي په روژه کی صفراء دانسان په بدن کی ډېره کمیږي اودانسان دډېروستونځواوکړاوونوڅخه ژغوری۔
دروژې په هکله ډاکټرهلوک نوروایی:
داسی ورځ به هم راشی په ټوله نړۍ کی به ټول انسانان دخپلې روغتیاپه موخه روژه و نیسی۔
(Quraanic Verses and Scientific Facts)
نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفار جُبیر
ستاسوددعاوومحتاج