کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (11)

روژه په اسلام اوساینس کی (11)

داوبودکموالې سره ـ سره دسودیم، پوتاشیم اوکلسیوم کموالی هم صورت نیسی ،چي هریوئې خپلې اغیزې پربدن باندی لري۔
روژه اومیتابولیزم
میتابولیزم(Metabolism) څه شی ته وایی؟
دهغه ټولوکیمیاوي اوفزیکي مرحلومجموعه ده چي دهغې په واسطه ژوندی موجودتولیدشوی اوساتل شوی مواداورګانیزکوی اویاهغه طریقه چي دهغې له لارې دژوندی موجودلپاره انرژي چمتوکوي۔
دپېشلمې څخه څلورساعته وروسته دغذادحل کېدومرحله پیل کیږی، چي (Fasting Cycle Feeding) ورته وایی، په دې وخت کی ګلوکوز، ترای ګلیسرائیدونه اوامینواسیدونه په زیاته اندازه سره په وینه کی جذبیږی؛ اوکه چيری زیاتی سی نودګلائیکوجن په بڼه سره په وینه اوغوښوکی یوځای کیږی؛ له دې څخه وروسته هضمٍ شوی اوتقسیم شوی امینواسیدونه، غوښې اوګلیسرائیدونه په غوړکی سره یوځای کیږی اودوخت په تېرېدوسره ګلوکوز(Glucose) انسولین (Insulin) په خپل واک کی راولی۔
د( 5 ـ 18) ساعته وروسته بیامیتابولیزم صورت نیسی اودموادودجذب مرحله پیل کیږی چي دجذب نېټې ته (Catabolic Phase) ویل کیږی، په دی وخت کی ګلوکوزاوترای ګلیسرائیدونه (Triglycerides) په وینه کی لږترسترګوکیږی، دګلوکوزدسمون په خاطروګلائیکوجن ته اړتیاده؛ چي دوینې اوغوښې ګلایکوجن ماتیږی اودګلوکوزڅخه علاوه ازاده ترشی اوغوړراوځی اودوینې سره یوځای کیږی اوپه پایله کی په بدن کی داکیمیاوی بدلون صورت نیسی۔
چي مطلب داورڅخه رواځی چي په روژه کی هرڅنګه چي دانسان په بدن کی کیمیاوی تعاملات اوبدلونونه راځی داهرڅه دانرژۍ دلاسته راوړول په موخه ترسره کیږی۔
روژه اوانرژی
دانرژۍ ولاسته راوړلولپاره وغذاته اړتیاشته، هغه خوراک چي موږئې هره ورځ خورواودهغې دشکرې اونشایستې څخه حرارت اوتودوښه او توانائي ولاسته راځی؛ زیاته شکره یاشحمیات دګلائیکوجن په بڼه سره په ینې (ځیګر) کی جمع کیږی۔
انسولین چي دپانکراس رطوبات اونوردی، اودنده ئې داده چي په وینه کی شکره کمه اوکنترول کړی اویائې په ګلایکوجن واړوی؛ هغه خلک چي شحمیات زیات خوری اویاشحمیات زیات لری دهغوبدن دانسولینوپه تولیدلواوجوړولوکی کمزوری دی اوله همدې کبله همداخلک دشکرې (Diabetes) دناروغۍ ښکارکیږی۔
خوهغه خلک چي روژه نیسی، اوشکره ئې زیاته اوانسولین ئې لږوی، په ینې (ځیګر) کی ئې چي کومه شکره ده هغه په ګلایکوجن بدلیږی اودبدن انرژی اوحرارت پوره کوی اوهمدارنګه دبدن (Fats) شحمیات ئې په انرژی بدلیږی اودبدن اړتیاوې ئې دضرورت پرمهال پوره کوی چي په طب کی ورته دنیمی لوږې غذا یابه بله ژبه ( Semi Saturation Diet) وایی چي په دې سره دانسان وزن واعتدال ته راځی اوانسان دپوره روغتیاڅښتن کیږی۔
روژه اوشکره (Diabetes)
کله چي انسان دزیات خوراک څخه کنترول شی نودانسان معده اوینه (ځیګر) خپل عادی حالت ته راګرځی اوشکره کنترولیږی، اوس ټول روغتیاپالان په دې باندی متفق دی چي کله دهضمې نظام(Digestive System) اودینې په وظیفو(Liver Function) کی توازن له مینځه ولاړشی نوشکره ضرورصورت نیسی چي له دې څخه وروسته دانسولینوپه تولیدکی خرابوالی اوبې نظمي مینځته راځی اوشکره ځان ښکاره کوی؛ دایومنلی حقیقت دی که چيری دمعدې اوینې (ځیګر) نظام درست کړل شی نودشکرې امکان نشته۔
دشکرې پر70 ناروغانوباندی په لاندنیونړیوالوپوهنتونواوطبی مرکزوکی تجربې شویدې اودائې جوته اوثابته کړلې ده چي روژه پرشکرې باندی ژورې اغیزې کوی اوختموی ئې۔
1: Naseer Institute Qahera (قاهره)
2: King Khalid University Hospital ( ریاض)
3: King Fahad National Hospital(ریاض)
4: Ami. Hospital(کویټ)
5: Jazera Hospital(ابوظهبۍ)
6: Jinah Post Gratuate Medical Center(کراچي)
7: Akram Medical Complex (لاهور)
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر