کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (16)

روژه په اسلام اوساینس کی (16)

خُرمااونوې ساینسي څیړنې
Dates and New Scientific Researches
خُرمادډېروخت راهیسی په طب کی یوه توده موضوع ګرځېدلې ده، دنړۍ ساینس پوهان په ځانګړی ډول سره دلویدیځ پوهان پرهغه شی باندی چی اسلام ورباند ټینګارکړیدی پرهغه باندی ډېرې څېړنې کوی، په قرانکریم اواحادیث نبوی صلی الله علیه وسلم کی خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون اوداسی نورډېرنباتات، مېوې اوخوراکونه ذکرشویدی؛ اوس دوی داپه یوه خوله ثابته کړیده اوپوره اعتراف ئې ورباندی کړیدی چی هرڅه چی اسلام ښه ګڼلې هغه دروغتیالپاره ښه اودرست دی، اوهرهغه شی چی اسلام حرام کړیدی لکه دوینې خوراک، دخنځیرغوښه، یادمُردارشوی حیوان غوښې اوداسی نورڅه نوهغه
ضروروانسان ته دلږې ګټې پرځای ډېرتاوان رسوی۔ اویاهیڅ ګټه پکښې نه وی
لکه څرنګه چی په ټوله لویدیځ کی داسلام مبارک دین ښکلې شغلې مخ په خپرېدو اوډرې ودې دی نوځکه په اسلام کی څېړنې زښته ډېرې شویدي، اواوس دلویدیځ ډېرپوهان دنوروڅېړنوپرځای داسلام پرهرشی باندی خپل تحقیق کوی اوبیائې نشرکوی، چی دهغوڅېړنوڅخه یوه څېړنه پرخُرماباندی ده اوهغه په دې شان سره ده۔
خُرمادبدن ټولې مالګې پوره کوی، چی داپه هغه وخت کی ډېره ګټوره ده چی کله دیوه انسان مالګې ضایع شوی وی، یادیوکارکولوپه صورت کی، یادېوې ناروغۍ له کبله؛ دزړۀ ټول حرکات منظم کوی، هغه خلک چی دزړۀ حرکتونه ئې غیرمنظم وی کله ئې دزړۀ ګراف پریوه بڼه سره وی اوکله هم پربل شان وی نوخُرماورته ډېره ښه ده؛ خُرماځکه دزړۀ حرکتونه منظم کوی چی دزړۀ دمنظم حرکت لپاره کلسیم خوراارزښت لری، اوساینس پوهان هم په دې باوردی که چیری یوڅوک دورځې د( 5ـ 7) پوری خُرماوې وخوری نودبدن ټول کلسیم ئې پوره کیږی، اوکله چی دبدن کلسیم ئې پوره شول نودزړۀ حرکتونه ئې پخپله وعادی
حالت ته راځی۔
دخُرماپه استعمال سره دبدن LDL(Low Density Lipoprotein) یعنی دوینې کولسترول نه اضافه کیږی، خُرمادکولسترول اندازه ثابته ساتی وبل لورته کچیری دچاپه وینه کی LDL زیات شی پردې سړی باندی دزړۀ دوره (Heart Attack) راځی، چی داومرګ ته ښه راغلاست دی، اوخُرمادابدمرغې له مینځه وړی؛ خُرما ودماغ ته هم پوره توان اوطاقت بخښی، داځکه چی په خُرماکښې شته پروتینونه، لحمیات اومینرالونه دماغ قوی کوی، نوهغه څوک چی دماغی کمزوری لری باید دخُرمااستعمال ډېروکړی ترڅوئې دماغ پوره توان پیداکاندی۔
نویوڅېړنوداهم ښودلې ده چی په خُرماکی داسی موادشتون لری چی میکروبونه اوجراثیم وژنی، یاپه بل عبارت خُرما (ضدمیکروب اومیکروب کُش) ده، اوانسان که دخُرمااستعمال دتل لپاره وکړی نودډېرناروغیوڅخه به وژغورل شی له همدې کبله اوسنیوڅېړونوداهم ثابته کړېده چی خُرمازخمونه ډېرژرجوړوی۔
ساینس پوهانوپخپلوڅېړنوکی داهم جوته کړیده چی خُرمادزهرواغیزې له مینځه وړی اوزهروداسی حالت ته رسوی چی وانسان ته هیڅ تاوان نه رسوی، دساینس پوهانوداڅېړنه دهغه حدیث شریف ښکاره ثبوت دی چی موږمخکی ذکرکړ اوهغه داچی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چی که هرڅوک دورځې 7 عجوه خرماوې وخوری پردغه سړي باندی نه هم زهراونه هم جادواغیزې کوی(لله الحمد)، ټول ساینس پوهان هم په دې باندی متفق دی چی خُرمادانسان دفاعی نظام پوره قوی کوی اوښه والی پکښې راولی؛ په یوه روایت کی راځی چی دیوه صحابی رضی الله عنه پرسینې باندی درد وه نبی کریم صلی الله علیه وسلم
12 عجوه خُرماوې ورکړې اوهغه دردئې له مینځه ولاړی۔
دهغوکسانولپاره ئې چی حافظه ئې کمزورې اویاهم ئې تکان خوړلې وی خُرماورته اړینه ده داځکه چی خُرماحافظه زیاتوی؛ که چیری دیوچالاس اوپښې رېږدې دکمزورۍ اویاهم دیوې ناروغۍ له کبله خُرماورته کیمیاده، په هغه وخت کی خُرمااغیزې نلری که چیری دادلاس اوپښې رېږېدل دبوډاتوب له کبله وه۔

نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر