کور / اسلامي / دروژې فقهي مسایل (۱)

دروژې فقهي مسایل (۱)

بسم الله الرحمن الرحمن

دروژې فقهي مسایل (۱)

په ستن (انجکشن) لګولوباندی روژه نه ماتیږي

په شریعت محمدی صلی الله علیه وسلم کی په هرهغه شی باندی روژه ماتیږی چی په مستقیم ډول سره ودماغ اویاهم وګیډی ته داخل شی، که په غیرمستقیم ډول سره یوشی داخل شی په هغه سره روژه نه ماتیږی لکه غسل کول، په لمبیدلوسره هم هغه اوبه چي دپوستکی دکوچنیومساماتوڅخه وبدن ته داخلیږی او انسان خونک کیږی اوتنده یی په ماتیږی په دې ټولوروژه نه په ماتیږی داځکه چی داپه غیرمستقیم ډول داوبوداخلیدل دی وبدن ته.

په دې باندی دعالم اسلام ټول علماء کرام په یوه خوله سره دی چی په ستن سره روژه نه ماتیږی داځکه چی که په رګ کی ولګول شی اویاهم په غوښه کی نودارودرمل ورګونوته ځی اوپه غیرمستقیم ډول سره ودماغ اوګیډی ته ځي،په دې هکله ترټولو زیاته څیړنه مفتی اعظم پاکستان مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه کړیده داسلام اونوی ساینسی څیړنوپه رڼاکي، له ده سره دهندوستان، الازهرشریف، سعودی عربستان اودنړۍ ټول علماء کرام په یوه خوله دي.، علماء کرامودستنی لګول پردې باندی قیاس کړیده لکه په شریعت کی چي یوڅوک لړم ووهي روژه نه په ماتیږي په همدې ترتیب سره په ستنی لګولوباندی که هغه دغوښی ستن وي اویاهم درګ وی په دې ټولوباندی روژه نه ماتیږي.

دامسله تاسی په لاندنیوفتاواوکی کتلای هم شي:

۱- امدادالفتاوی ټوک ۲ پاڼه ۱۷۶

لیکوال: حکیم الامت حضرت مولانااشرف علی تهانوی رحمة الله علیه

۲- درس ترمذی ټوک ۲ پاڼه ۶۲۷

لیکوال: مفتی محمدتقی عثمانی صاحب

۳ – فتاوی دارالعلوم زکریا ټوک ۳ پاڼه ۲۹۲

لیکوال: مفتی رضاء الحق صاحب

۴ – جامع الفتاوی پاڼه ۴۱۴

۵ – فتاوی مفتی محمود ټوک ۳ پاڼه ۴۸۹

لیکوال: مفتی محمودصاحب

۶ – کتاب الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۳۹۰

لیکوال: مفتی خالدیوسف رحمانی صاحب

۷ – کفایت المفتی ټوک ۴ پاڼه ۲۵۴

لیکوال: مولاناکفایت الله دهلوی رحمة الله علیه

۸ – فتاوی فریدیه ټوک ۴ پاڼه ۱۲۹

لیکوال: مفتی فریدصاحب

۹ – احسن الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۴۳۲

لیکوال: مفتی رشیداحمدصاحب

۱۰ – خیرالفتاوی ټوک ۵ پاڼه ۷۵

لیکوال: مولانامفتی خیرمحمدصاحب

۱۱ – فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک ۶ پاڼه ۲۵۹

لیکوال: مولانامفتی عزیزالرحمن صاحب

۱۲ – فتاوی رحیمیه ټوک ۷ پاڼه ۲۶۴

لیکوال: حضرم مولانامفتی عبدالرحیم صاحب

۱۳ – جواهرالفقه ټوک ۷ پاڼه ۴۴۲

لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه

۱۴ – فتاوی محمودیه ټوک ۱۰ پاڼه ۱۴۷

لیکوال: مفتی محمودالحسن ګنګوهی رحمة الله علیه

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور عبدالغفارجُبیر

ستاسوددعاؤمحتاج