کور / تازه خبرونه / کابل: دولي پنځه زره کلن تاریخ په اړه بحث وسو

کابل: دولي پنځه زره کلن تاریخ په اړه بحث وسو

افغانستان د تمدنونو زانګو ده.
خپرونکی: جان محمد مهربان
د تېرې پنجشنبې په ماپښین د خوست د شیخ زاید پوهنتون پخوانی رئیس او لرغونپوه پوهنوال استاد رسول باوري (د افغانستان تاریخ، ولي پنځه زره کلن؟) تر سرلیک لاندې د روشنګرۍ لس ګونو ګډونوالو ته لکچر ورکړ. استاد باوري د لکچر په شروع کې دا پوښتنه مطرح کړ، ولي پنځه زره کلن تاریخ؟، ولي شپږ یا څلور زره کلن نه؟ استاد باوري وویل چې تمدن د انساني ټولنو د ودې هغه مقام دی چې تسهیلات او امکانات یې د دوی د اړتیا سره برابر وي. هغه وویل چې افغانستان د ډبر پېر، د نوي ډبرې او د بربریت دورې تېري کړي دي. نوموړي وویل، چې هفه لرغونې نښه چې موږ د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ په ثابتولای شو، هغه منډیګک ده، چې په منډیګک کې (۱۱) تاریخي کلتوري دورې کشف شوې دي. استاد د تمدن خصوصیات په لاندې ډول بیان کړل: ۱- د راکړې ورکړې سیسټم یې درلودلی وي. ۲- د نظام موجودیت یې ثابت شي. ۳- د لویو جمعیتونو لپاره لوی کورونه ولري. ۴- د کار د وېش سیسټم ولري. استاد وویل چې لرغوني اثار پر دوه ډوله دي: الف- منقول ب- غیرمنقول منډیګک غیر منقول میوزیم وو خو اوس یې ځکه د میوزیم حیثیت ختم شوی دی چې دا غونډۍ ټوله وسپړل شوه، د ساتلو څه پکښې پاته نه شول او ټول آثار یې انتقال شول. د لکچر په پای کې ګډونوالو له استاد باوري څخه پوښتنې وکړې او استاد یې په نوبت سره جوابونه وویل. له پوښتنو یوه دا وه چې افغانان ډوډۍ نه لري، دوی ته تاریخ څه ګټه لري؟ استاد وویل چې تاریح خلکو ته د حرکت او کار روحیه باید ورکړي. د لکچر په وروستۍ برخه کې د روشنګرۍ سمبالوونکو له استاد باوري څخه د روشنګرۍ د روان حالت او د لا ښه بهبود لپاره نظر وغوښت او استاد رسول باوري یې په جواب کې وویل (ما د روشنګرۍ پروګرامونه له هغه اول څخه بیا تر اوسه د انټرنیت له لارې تعقیبول او هیله مې درلود چې یوه ورځ راسم، ستاسو په روشنګرۍ کې د یوه ګډونوال په توګه برخه واخلم نه د لکچر ورکوونکي په صفت. د روشنګرۍ روان لکچرونه ما ته دا زېری را کوي چې تاسو به په راتلونکې کې د دې هېواد د مهمو او تصمیم نیونکو کسانو له جملې څخه اوسئ. زه ستاسو د دا ډول کارو د قدردانۍ لپاره د خوشال بابا دا بیت ډالۍ کوم: ښه ځوانان به خپل هوډ پرې نږدي له لاسه که یې سر شي د خوني زمري تر زامه