د یتیم ناهیلى اختر!
اختره د خپل ذاته او نوم له اړخه بختور یې خو د یتیم لپاره نه! ولئ هغه دا چې د یتیم د ښکلاګانو نړۍ ړنګه بنګه غوندې لکه چې خړ سیلاب باندې لاهو شوي وي . هغه د هیلو په نامه څه نه پيژني – هغه یواځې د ژوند کولو د پاې نیټې ته سترګې په لاروي – هغه د ژوند د خوښیو او رنګینو څخه په اړخ وخت تیروي- هغه خپله د وخت رښتنې او خیالي نړۍ ړنګه بولي – هغه ځان تر نورو کم بولي – هغه ټول څیزونه د خپلې کم بختې له اړخه او زاوي تلي – هغه وایې زه د هر څه کرکه لرم ان تر ځانه – ولئ ولئ داسې وشي – ولئ ولئ داسې وشي.
یاد یتیم یعنی *شپون* څخه پوښتنې په ترڅ کې داسې وایې: شپونه ژوند خو داسې پیژندنه نه لري، ته ولئ داسې پیژندنه د ځان لپاره ترې غوره کوی – وائی ویل:- په درد دې هغه دردمند شي چې څوک په درد پوهیږي ، د درد په معنی پوهیږي ، منم چې ستا د ژوند فلسفه د تل په څیر ځآنګړې وي خو زه په ټوله معنی تاته درناوې لرم ګودر جانه …. ته پوهیږې چې ما څه د لاسه ورکړي ….هممم… پوهیږم آشنا…نو ځکه نن ستا سره د غم په ټغر یوځای ناست یم ..هو تا د ژوند سجده او کعبه دواړه د لاسه ورکړي ځکه دې نن د اختر ښکلا، پلوشې، نغمې په څیره نه بریښي …منم ستا د ژوند برخلیک داسې ټاکل شوې وه .. تا ځآن د کلې د چم خان بللو خو ستا ټولې خوښۍ لاړې په سیند لاهو شوی هو دا مې هم لکه دا اوس ساعت په څیر یو دم په کلې کې ناڅاپه چغې شوی ویلی چې شپون یتیم ،صغیر او بې مټه شوه …زه دې وخت کې د دفتر څخه د کور په دروازه وم…ما هم تازه نوې نوې د خپلې کعبې غم لیدلې وه که څه هم زما له کاله سره دومره تبه او اړخ نه لګیده ولې د خپلو ورورنو د غم غلطې لپاره تللم .. زه ولئ نه تللم ؟ ځکه د خداې بخښلی مور یاداښتونه مې په هر څه کې وه – نو ځکه ماته ډیره ستونزمنه وه چې وخت مې ورسره پاس کړی وی که څه هم ملګرو مې راته ویلې چې ګودره دومره غم او اندښنه مه کوه – خو دا چیرته کیداې شوه خو دا یواځې د هغوی ډاډ ګیرنه او زړه سوی وه. ولې ماته دا ډیره ستونزمنه ده چې ان زه یې د ګور په غاړه هم هیره کړم … چغې او غوغا شوه بیا مې د خپل تیر ژوند ټول انځور په ذهن ودُرمیدو د خولې مې چیغه ووتله اند مې دا وه چې مونږه خو یو جنازه تیره اوونۍ له کاله وویستله الله (ج) دې خیر کړي چې بیا څه پیښ شوي.
څو شیبې وروسته مې بیک کیښود – ورور مې هم ماته هک حیران کتلې زه هم د مور یاداښتونو اخیستې وم ور غاړې وتم او ښه مو سره وژړل – ورته وه مې ویل وروره خیر دا د رب پریکړه ده اجر یې شته دې ، سم د لاسه مې په غږۍ (تلیفون) کې ټالې راغله وه یې راته ویلې چې د شپون ستا د کوچنیوالي ، ټولګیوال، زړه رازمن، خوږ د یو کاسې او منګې ملګري پلار ، مور او ورور هغه څو شیبې وړاندې چاودنه کې لدې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. بیا مې سم د لاسه غم را تازه شوه او په منډه لاړم چې کتلې مې ډیر ملګري او خپلوان یې سره یوځای شوي وه پدې وخت کې امبولانس راغی- سم د لاسه ور جګ شوم جنازې مو ترې راښکته کړې فکر مې کولو چې څنګه شپون خبر کړم چې داسې پیښه شوې- تلیفون ته مې لاس کړ او ټالې مې ورته وکړه او د خبرو په لړ کې مې سړی پوه کړ او ورته وه مې ویلې چې آشنا که ناست یې ولاړ شه او که ولاړ یې را روان شه کور دې څه به پکار وي اختر هم نږدې دی نو سره کوم ته به چکر هم ووهو لږ ساعت به مو سره تیر شي . پوره شیبه وروسته راغې د تل په څیر یې زما سره ښه روغبړ وکړ … خندا او ټاکه یې توپير نه درلود – نور ملګري هم ولاړ وه خو هریو دا آجازه ځان ته نه ورکوله چې شپون ته په جرأت او لوړ غږ دا خبره وکړي چې ستا د ژوند ښکلا، نغمې ، د خوښیو غیږه ، د خندا ناسته، د آرامتیا نړۍ او آن ستا هر څه رنګ بنګ شو.
ملګرو وویل : ګودره ستا خبره پرې بده نه لږي ته ورته خبره راغبرګه کړه او مونږ به ورته ډاډ ګیرنه ورکړو. شپونه دا ژوند یو څو ورځې دی لکه سترګې پټی کړه او بیرته یې خلاصه یې کړه او لکه چې څنګه په قران کریم کې زمونږ اوستاسې رب فرمایې (هر یو ژوندې نفس به یوځل مرګ مزه څکي)، خو انسان باید نیک کارونه او نیکې کړنې وکړي ترڅو ښه یې څوک یاد کړي او ورپسی خواشیني شي نور دې ژوند کې څه نه دي پاتې لکه تاته بهتره پته ده ما هم څو ورځې وړاندی خپله کعبه له لاسه وکړه ما د رب پریکړه په ورین تندي ومنله او بس ځکه مونږ شکر مسلمانان یو..ته هم نن ورځې په یو آزمون کې یې ځکه دا ملګري سره راټول دي ..شپون رنګ سور او ژیړ شو….وایه وایه ګودره څه شوي …شپونه ته باید صبر او زغم څخه کار واخلې ستا مخته لوې واټن د ژوند پروت دی ، منم ته به ډیر دردمند شې مونږ ټول تاسره پدې غم کې شریک یو داسې فکر ونه کړی چې ته یواځې یی یا یم..؛ شپون سم د واره د زړه له تله چیغه پورته کړه او وه یې ویلې چې زه پوه شوم کورته په منډه لاړ او ښه پوره شیبه یې تیره کړه خو مونږه ټولو ملګرو دې په چل راوویست تر څو نورو مراسمو لپاره دده مشوره او سلا هم واخلو او ورسره ورسره د خارور سپارولو پریکړه مو سره ونیوله تر څو په سبا سهار مو جنازې خاورته وسپارلې دا ساعت هم ډیر دردونکې وه ټولو ملګرو لپاره ځکه دا یواځې د شپون غم نوه بلکې دا د ټول کلې غم وه نو ځکه ټول کلیوال خواشیني وه. د کلې ملا د نورو جنازو په څیر تقریر ونه کړه دا ځل هغه هم ډیر زیات خفه وه ځکه ډیره دردوونکې پیښه وه او شپون، پلار او ورور یې د ټول کلې سرتاج وه نو ځکه د نورو کلیوالو غم رازي ورسره ډیره وه او ټول کلې کې سم ماتم وه او هر کلیوال د غم نه ډکه فلسفه د چرتونو ځان سره د کور په لور یوړله او سره خواره واره شوه.ما چې شپون ته کتلې که څه هم د شپون ډیر خپلوان او خواږي راغلي وه ولې شپون زما او زه د هغه لپاره د ورور ځینې کم نه وم لاس یې راته په غاړه کې راچوه او راته په کړیکو وژړل ویلې: چې زه اوس چیرته لاړ شم دې وخت کې ډیر ملګري ناست او څوک ولاړ وه ټول د سترګو به پوښتنې اوښکې راغلی او ټول په ژوره معنی خواشینې وه – وروسته ټول سره یو ځآی د کلې د دیرې په طرف لاړو.
دا هغه کورنې وه چې د شپون لپاره د جنت ځینې کمه نه وه…د هېواد بدبختو،رضیلو دښمنانو د شپون د خوښیو نړۍ ور ړنګه کړله او دی یې د تل لپاره ناهیلۍ په ټغر کښیناوه…شپون وایې اختر د خپلې کورنۍ سره خوند او مزه کړي نو زه څنګه په جلا او یو سر باندې اختر ولمانځم..اختر د خوشحالۍ ، خوښۍ، مینې خپراوي وختونه وي مانه د وخت دښمنانو هرڅه اخیستې نو زه څنګه دا خوښي ولمانځم ؛ قضاوت ستا پر لاس….. که څه هم زړه مې نه خوښتل چې دا څو کرښې راوکښم ولې شپون سره زما خورا مینه ده نو ځکه دیته یې اړ کړم چې تاسې هم پدې اختر خوشحالیو کې خفه کړم.
ټول به سره لاس پورته کړو چې یا الله (ج) زمونږ په هېواد کې د تل پاتې سولې ریښې ټینګې کړه او ددې هېواد دښمنان هلاک او تباه کړه.
لیکنه: الهام الله بابر
ځای: کابل پوهنتون – دهبورې څلور لارې ته څیرمه
نیټه: ۱۹ جولاې د ۲۰۱۵ عیسوي کال