کور / تازه خبرونه / سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

په لغمان کې د راوتلو سیلابونو له امله د یوې پیغلې انجلۍ په وژل کیدو سربیره ګڼ شمیر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
تیره ورځ مازیګر مهال د الینګار، الیشنګ او دولت شاه په ولسوالیو کې د سخت اورښت له امله سیلابونه راوتلي چې د الینګار په ولسوالۍ کې یې ( میاخیل، سنګر، حیدر کلا، جان باغ، روغاني، ټینګور، شور اباد، شینګاری، اخونزادګان، شیخ صیب، تګ، قلعټک او ځینو نورو ) په سیمو کې تر دې دمه د ورکړل شوي راپور له مخې ۲۰ کورونه په بشپړه او ۱۵نور په قسمي توګه تخریب شوي او په لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې، باغونه او څاروي یې هم وړي دي.
التبه دا لومړني ارقام دي او کیدای شي تغیر په کې رامنځته شي.
د یادونې ده چې اوسمهال سیمې ته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په لارښوونه د سروې ټیمونه استول شوي تر څو د زیانمنو شویو خلکو دقیقه سروې تر سره کړي.
ښاغلي نعیمي اضطرار کمیټې ته جدي سپارښتنه کړې چې د متضررینو له دقیقې سروې وروسته دې هغه مرستې چې په دې برخه کې یې ولایتي اداره په واک کې لري ژر تر ژره هغوی ته ورسوي.
همدارنګه د سیلابونو د راوتلو له امله په الیشنګ او دولت شاه ولسوالۍ کې هم ځینې زیانونه اوښتي خو تر څو یې په اړه دقیق راپور نه دی تر لاسه شوی.