کور / تازه خبرونه / په سوله راوستلو کي د عالمانو رول اړين دئ

په سوله راوستلو کي د عالمانو رول اړين دئ

د سولې او ثبات ټینګښت او د عامه ذهنیت جوړونه پرته د دیني عالمانو او قومي متنفذینو له همکارۍ نا شونی کار دی.
دا څرګندونې نن لغمان والي عبدالجبار نعیمي د لغمان د سولې ولایتي کمیټې له رهبرۍ او غړو سره د یوې رابلل شوې ناستې په ترڅ کې وکړې او زیاته یې کړه دا چې په دې کمیټه کې جید عالمان، قومي مشران او مخور شتون لري نو زه ډاډه یم چې د دوی په شتون کې به د دې ولایت د امن، سولې او ثبات په ټینګښت کې که په صادقانه توګه ګړندي ګامونه پورته شي زیاتې بریاوې تر لاسه شي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې علما کرام او قومي مشران هغه ځواک دی کوم چې د عامه ذهنیت او فکر په جوړونه کې تر بل هر چا رغنده او ښکارنده رول لوبولی شي او دوی باید چې په دغه برخه کې د خپل منتخب دولت سره یو ځای اوږه په اوږه په خپل ټول توان او طاقت سره کار وکړي ځکه چې دا د ملي یووالي حکومت او په ځانګړې توګه د جلالتمآب ولسمشر له خاصو نوښتونو څخه دي چې څنګه کولی شو عامه اذهان په بنسټیزه توګه ورغوو.
همدارنګه لغمان والي په یاده برخه کې د سولې ولایتي کمیټې رهبرۍ ته سپارښتنه وکړه چې خپله د عامه پوهاوي څانګه لا زیاته فعاله کړي او هغه کارونه او کړنې چې د دغې کمیټې له لوري سر ته رسیږي باید په درسته توګه ولسونو ته منعکس کړي.
عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اوس د نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو کومکونه کم شوي، خو ولې څنګه کولی شو چې د خپلو شتو امکاناتو څخه په اغیزمنه توګه استفاده وکړو په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده تر څو د ولسونو زړونه راخپل او د سولې او امن فضا رامنځته کړو.
لغمان والي زیاته کړه دا چې د لغمان په ولایت کې د ایتلافي قواو په وتو او د ولایتي بیا رغونې ټیم د فعالیتونو د درېدو له امله د بيکاري کچه زياته شوې، خلک د فقر، غربت او اقتصادي سختو ستونزو سره لاس او ګریوان او دې کار د ولایت د سولې په بهير ناوړه اغيزې رامنځته کړي نو د بيکارۍ د کچې د راکمولو، پر دولت د ولسونو د اعتماد او باور د روحيې د پیاوړتيا، د دولت او خلکو تر منځ د واټن د راکمېدو او پدې ولايت کې د سولې د بهير د چټکتيا لپاره د تېرو غوښتنو په دوام يو ځل بيا د سولې د عالي شوراء د مقام او اړونده سکتوري وزارتونو او ملي او نړیوالې مرستندویه موسسو څخه په درنښت هيله کوو تر څو
۱: د لغمان مرکز مهترلام د مسلکي او حرفوي زده کړو د مرکز د فعاليدو، تجهیز او اکمال چې څلورسوه زره ډالره لګښت لري او د دی مرکز ودانۍ پخوا د شاوخوا پنځه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړه او فعلاً د تجهيزاتو او وسايلو د نه شتون له امله ترې کارنه اخيستل
۲: په مهترلام ښار کې د لبنياتو د راټولولو مرکز د ایجاد چې دوه سوه زره ډالر لګښت ته اړتيا لري، د جوړيدو لپاره لازمه بودیجه منظوره چې دا کار به وزګاره خلکو ته د کار د زمينې د برابرولو او د سولې د بهير په چټکتيا کې ګټور اثرات رامنځته کړي.
لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې د یادې کمیټې غړو ته وویل چې تیره ورځ یې هم د سولې د عالي شورا له لوړپوړیو مقاماتو سره خبرې کړي او هغوی ته يې د سولې ولایتي کمیټې ستونزې او ځیني اړونده مسایل هم انتقال کړي دي.
وروسته په وار سره د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي محمد عمر او د یادې کمیټې غړو د ولایت د مشرتابه ښاغلي عبدالجبار نعيمي د هغو اقداماتو او هلو ځلو نه چې د سولې د ټينګښت، د قومونو ترمنځ د ملي يووالي د تامين، ښې حکومتوالۍ، خلکو ته د صادقانه او رڼو خدمتونو د وړاندې کولو او د دولت او ولس تر منځ د واټن د راکمېدو، د قانون او عدالت د تامين او د دې ولايت د ولسونو د خير ښيګڼې لپاره د دې ولايت د ديني علماوو، قومي مشرانو، جهادي او اجتماعي شخصيتونو او د ټولنې د مختلفو بنسټونو سره يې ګټورې سلاح او مشورې ترسره او د دې ولايت د پرمختګ لپاره موثر پلانونه ترلاس لاندې لري، په کلکه ملاتړ وکړ او د ځینو رغنیزو وړاندیزونو تر څنګ يې ولایت مقام ته ډاډ ورکړ چې دوی به په ټوله مانا هڅه وکړي تر څو له یو نوي تعهد سره د سولې د بهیر د ګړنديتوب او د عامه ذهنیت په جوړولو کې په خپل ټول توان سره کار وکړي.