کور / تازه خبرونه / د کابل کندهار پر لويه لار ترافيکي پېښې ۹ تنه ووژل

د کابل کندهار پر لويه لار ترافيکي پېښې ۹ تنه ووژل

دکابل کندهار پر لويه لاره د غزني ولايت اړوند د کوتل په سيمه کې ۳۰۳ بس او سراچه موټرونو ترمنځ ترافيکي پېښې له امله ۹ کسان مړه سوی .

دغه پېښه نن سهار شاخوا اوه بجو د غزني ښار د روضې کوتل په سیمه کې سوې ده.

د غزني ولایت د ترافیکو مدیر محمدالله احمدي وایي چې په دغه پېښه کې دوه ماشومان، دوه مېرمنې او پنځه نارینه شامل دي.
د غزني ولایت د مرکزي روغتون مشر وایي چې دوی ته تر اوسه نهه جسدونه چې ښځې، ماشومان او نارینه په کې دي وروړل سوي دي.

ترافيکي پېښي تر جګړې را وروسته په جنوبي ولایاتو د مرګ ژوبلي لوړه کچه جوړه وي