کونړ: سیلاب ځپلو کورنیو د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

د لراوبر اداره | جولای 30th, 2015


دکونړ والي وحیدالله کلیمزي قومي مشرانوته ډاډ ورکړ چې ډېرژربه دغه ولسوالۍ ته دسروې ټیمونه واستوي او هرهغه څه چې د ولایتي ادارې په لاس کې وي ونه سپموي او یادې ولسوالۍ دخلکوستونزې به دمرکزي حکومت اونړیوالې ټولنې له استازوسره شریکې کړي ښاغلي کلیمزي په مرستندویه ادارو هم غږ وکړ چې په کونړ کې دسیلاب ځپلو کورنیو سره په خپل وخت مرستې ترسره کړي څو د دغه بشري ناورین مخه ونیول شي .

دیادونې وړه ده چې دتیرو سیلابونو او د کونړسیند داوبو ډیروالي له امله د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ګڼ شمېر خلکوته مالي زیانونه اوښتي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024