کور / تازه خبرونه / د ارغسان نوي ولسوال په دنده پيل وکړ

د ارغسان نوي ولسوال په دنده پيل وکړ

نن سهار د ولايت مقام له خوا د ارغسان خلکو ته د دغي ولسوالۍ نوی ولسوال وروپېژندل سو.
د ولايت مقام او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې په موافقه خواجه محمدطراح د ارغسان ولسوالۍ لپاره د نوي ولسوال په توګه مقرر سو.
د ولايت مقام اداري او مالي رئيس عبدالحنان منيب د مخکني ولسوال کارونه وستايل او له هغه څخه يې مننه وکړه چي په سختو شرايطو کي يې کار کړی دی. ښاغلي منيب نوي ولسوال ته د برياليتوب هيله وښوده او د ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه يې وغوښتل تر څو له نوي ولسوال سره همکار پاته سي. هغه وويل په هره ولسوالۍ کي ولسوال د ولايت مقام استازی دی او مسووليت لري چي د خلکو لپاره خدمات وړاندي کړي.
د ارغسان نوي ولسوال خواجه محمد طراح له دولت څخه مننه وکړه چي په ده يې باور کړی او دغه مسووليت يې ور سپارلی دی. طراح وويل له راتګ څخه يې موخه د خلکو خدمت کول دي او ژمنه يې وکړه چي پخپل کاري ماموريت کي به هيڅ راز قومي او سمتي تعصب په نظر کي ونه نيسي.