کور / تازه خبرونه / لوګر: غټ طالب قومندان وژل سوی دئ

لوګر: غټ طالب قومندان وژل سوی دئ

د لوګر چارواکي وايي د طالبانو یو غټ قومندان په برکي برک ولسوالي کي وژل سوی دئ.
د برکي برک ولسوال محمدرحیم امین وايي مولوي حبیب الرحمان برايي په غولزي سیمه کي د شپې د بمباریو په ترڅ کي له منځه تللی دي.
د رحیم امین په وینا حبیب الرحمان په لوګر ولایت کي د طالبانو د نظامي چارو مسئول وو، چي په مړینه به ئې د لوګر ولایت امنیتي چاري سمي سي.