چهار قوم بزرگ !!! څه معنی لري؟
د بون د تړون وروسته په افغانستان کې د قومي ویش ډنډورې غږیږي. دا کار منځینو پیړیو ته یو شاتګ دی او د تمدن، پرمختګ، ملت ـ دولت جوړونې او عدالت پر مخ یو لوی دیوال دی.
په یو هیواد کې باید ټول افراد د قانون په وړاندې د مساوي مکلفیت او مساوي حقوقو لرونکي وي، نو د قوم برخه به افرادو ته په څه ډول وویشل شي؟ کار خو باید اهل کار ته وسپارل شي، که د هیواد د هر کنج او هرې طایفې وي. کله چې یې قام ته وویشې نو د تاجکو ټوله برخه یوازې پنجشیر ولسوالۍ ته ځي. د پښتنو ټوله برخه کله د کرزي کورنۍ او یا د لوګر ولایت او یا د حنیف اتمر ۵۰ نفري ګوند ته رسیږي. دا ډول ویش په هیڅ ډول د منلو وړ ندی.
د ډیر تعجب خبره دا ده چې په قومي ویش کې بیا د (چهار قوم بزرگ !!!) تر منځ ویش کیږي. پښتون، تاجک، ازبک او هزاره ته (چهار قوم بزرگ !!!) وایي، ایا دا ټول قومهای بزرګ دي؟ پښتانه په افغانستان کې ۶۰٪ دي، تاجک ۱۵٪، هزاره ۵٪ او ازبک هم د ۵٪ په خواوشا کې دي. نو که ۵ او ۶۰ دواړه بزرګ وي، نو بیا خو ۱۵٪ تاجک او یو فیصد نورستاني هم باید یو ډول وګڼل شي. آیا تاجکان حاضر دي نورستانیانو ته په اردو کې د ځان په اندازه ۵۰٪ افسران او ۹۷٪ تصمیم نیوونکي پوستونه ورکړي او آیا ورکولی یې شي؟ کله چې ورته دا ووایئ نو ځواب یې دا وي چې د دوی تر منځ خو ډیر تفاوت دی، نو بیا ستاسو او پښتنو تر منځ تفاوت ندی؟
اوس چې کوم وزیر د یوه قوم دی، نو ورته ویل کیږي چې معینان دې باید د لویو قومونو! تر منځ وویشې. عجب خبره ده!!! پداسې حال کې نو لدې څلورو پرته دا واړه قومونه څه وکړي؟ پشه ای، نورستانی، ایماق، بلوڅ، براهوي، ترکمن او ګوجر او عرب به حق نه لري چې لوړو پوستونه ته ورسیږي؟
بله خبره داده چې که رښتیا ویش وي نو پښتانه باید هر وزارت کې لومړی خپله ۶۰٪ (او که نه وي کم تر کمه ۵۰٪) برخه واخلي بیا دې نورو ته ووایي چې عادلانه ویش وکړي. وزیر د ټولو معینانو معادل دی. که وزیر پښتون وي نو میعنان دې ټول له نورو قومونو وټاکي او که وزیر د بل قوم وي نو معینان یې باید ټول پښتانه وي. که وزیر غیر پښتون وي او په څلورو کې یې یو معین پښتون وي نو دلته په تصمیګیرۍ کې د دوی برخه دولس نیم فیصده ده، یعنې ۵۰٪ واک د وزیر او دولس نیم د هر معین دولس نیم فیصده. نو ۶۰٪ پښتانه به په تصمیګیریو کې ۱۲ نیم فیصده واک لري.
دا د استعمار لوبې دي چې د ملیتونو او قومونو په نوم د یو لوی او عظیم ملت د ویشلو کوښښ کوي. موږ باید یو ملت و اوسو، قام د پیژندنې او ژبه د تفاهم وسیله ده، لوی ملکي او نظامي پوستونه باید د اهلیت (زده کړې، مهارت، تجربې او سوابقو) پر اساس هر افغان ته په یو شان په مخکې پراته وي او هر څوک چې اهل وي په ازاد او عادلانه مسابقه کې یې باید وګټي، که قومي ویش شو نوبیا ممکن ندی چې عدالت تأمین شي.
که پښتنو ته ۶۰٪ هم ورکړي نو بیا د غلجي او دراني او په دراني کې د نورزي، علیزي، بارکزي، پوپلزي، اسحق زي، الکوزي او اڅکزي برخې څنګه ویشئ؟ واړه قومونه خو بیخي هیریږي.
اوس چې ډاکتر صاحب اشرف غني ولسمشري او ډاکتر عبدالله اجرائیه مشري نیولې ده، په هیڅ صورت نظام په قومي حساب نشي ویشلی او باید یو معقول تصمیم ونیسي. پکار ده د اهلیت او عدالت منځلارې ته راشي.
نه پوهیږو چې الله تعالی به مو کله له دې امریکایانو او انګریزانوخلاصوي چې ځان ته دموکراسي او د اهلیت پر اساس حکومت غواړي، خو موږ ته قبیلوي او قومي ویش او هغه هم د زمري او شرمښ ویش، چې ټوله برخه د هغه زمري وي دغو پیرانو له مږي څخه زمري توب ته رسولي وي.