کور / تازه خبرونه / کندهار والي د نظامي منسوبينو پر همږغۍ ټینګار وکړ

کندهار والي د نظامي منسوبينو پر همږغۍ ټینګار وکړ

د کندهار والي ټولو امنیتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چي پخپل منځ کي همږغي وساتي.
په امنیتي غونډه کي چي نن سهار په ولایت مقام کي د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي په مشري جوړه سوې وه، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او د افغان ځواکونو یو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي له ټولو امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چي د امنیت په تامين کي نه هېرېدونکي هلي ځلي کوي. هغه وویل دښمن کوښښ کوي چي له بېلابېلو پلانونو څخه په کار اخیستني په ښار کي بریدونه وکړي، خو امنیتي ځواکونه هلي ځلي کوي چي د دښمن پلانونه شنډ او په وړاندي یې مقاومت وکړي.
کندهار والي پر ټولو امنیتي ځواکونو ټینګار وکړ چي باید پخپلو منځونو کي همږغي او د عملیاتو په ترسره کولو کي له يو-بل سره پوره همکار واوسي. عزيزي زیاته کړه چي دښمن غواړي له بېلابېلو لارو د امنیت په راوستلو کي خنډ وګرځي خو امنیتي ځواکونه باید همږغي ولري. د غونډي په ترڅ کي امنیتي ځواکونو ژمنه وکړه چي له یو-بل سره همږغي پاته کیږي او د دښمن پلانونه به شنډوي.
د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وویل په تېره اوونۍ کي یې ۶ وسله وال نيولي، ۱۲ نور يې وژلي او ۱۰ مشکوک کسان يې نيولي دي. هغه زياته کړه ملي پوليسو ۱۸ مختلف النوع ماینونه کشف او شنډ کړي او يوه د نیکه توپ مرمۍ نیول سوې، يو کلاشينکوف، ۳ شاجورونه، يوه توپنچه او ۴ موټرسایکلان يې نيولي دي.
اطرافي وايي تېره اوونۍ يې ۲ کسان د لواطت په تور نیولي، ۲ نفره د غلا په تور نیول سوي، ۲ نفره له کور څخه د تېښتي په تور نیول سوي او زیاته یې کړه چي ۲۲۲ ګرامه هیروین، ۳ لېټره مشروبات او ۸ نفره مظنونین نیول سوي دي او ۱۸ معتادين يې د معتادينو د تداوۍ مرکز ته معرفي کړي دي. د اطرافي په وینا د ټرافیکو (۶۸۰۰۰) افغانۍ او د پاسپورټ (۱۹۵۵۴۰) افغانۍ عوايد يې د افغانستان بانک ته تحویل کړي دي.
د ملي امنیت منسوبینو وویل تېره اوونۍ یې د سیدشاه په مشري لس وسله وال چي په ښار او ولسوالۍ کي ټروریسټي او ترهګریز بریدونه ترسره کول، نیول سوي دي او زیاته یې کړه چي ۱۹ کړۍ ماینونه کشف او شنډ سوي دي.
د عامه نظم قومندان ډګروال غلام فاروق سنګري وویل تېره اوونۍ یې ۹ وسله وال زخمیان کړي او ۷ نور يې وژلي دي او يو شمېر ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.