کور / تازه خبرونه / کندهار: پوليسو يو څارنوال ووژئ او يو پوليس يې زخمي کئ.

کندهار: پوليسو يو څارنوال ووژئ او يو پوليس يې زخمي کئ.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي تر لفظي شخړي وروسته پوليسو د دې ولسوالۍ ملکي څارنوال وواژه او يو سرتيری سخت ټپي سو .
پيښه نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په مرکز کي هغه وخت رامنځ ته سوه ، چي د ولسوالۍ د جنايي کارکوونکو او ملکي څارنوال طيب الله طيب تر منځ لفظي شخړه وسوه او بيا پوليسو پر ملکي څارنوالي ډزي وکړې .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي ، چي په پيښه کي ملکي څارنوال وژل سوی او يو پوليس سرتيری سخت ټپي دی .
نوموړی وايي ، چي د پيښي د څيړني دپاره جدي هڅي رواني دي .